خپلواک وېبپاڼه (٣٠ اکتوبر ٢٠١٩) نوې ډيلي: د هند د فدرالي تحقيقاتي ادارې (اين اى اې) په وينا، چې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي او د نورو لوبغاړو ژوند ته خطره ده.
د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، د هند د فدرالي تحقيقاتي ادارې د يو ناپېژانده خط له لاري د ويراټ کوهلي او نورو لوبغاړو ته د مرګ ګواښ نه وروسته د نوي ډيلي پوليسو د لوبغاړو امنيت سخت کړى دى.
د راپورونو په وينا، هند د بنګله دېش پر وړاندې د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ ترسره کوي، چې لومړۍ لوبه به يې د يکشنبې په ورځ په ارون جيټلي لوبغالي کې ترسره شي.
اى سي سي په ويراټ کوهلي غوږونه تاو کړي
ويراټ کوهلي د سويلي افريقا په بالرانو سرونه وګرځول
محمد نبي د شاهد اپريدي ريکارډ مات کړ
د ډيلي پوليس سرچينې وايي، چې اين اى اې کوم خط ترلاسه کړى، په هغه خط کې د هند لومړي وزير نريندرا مودي، ولسمشر رام نات کووند، د کورنيو چارو وزير اميت شاه، د بهارتيه جنتا ګوند يو مشر لال کرشنا ايډواني، د بي جې پي يو مشر جى پي ناډا، د آر ايس ايس مشر موهن بهګوت او ويراټ کوهلي نومونه ليکل شوي دي.
د راپورونو په وينا، دغه خط د هند کرکټ بورډ يا (بي سي سي اى) ته لېږل شوى دى، چې پکې ويل شوي دي چې د (ال انډيا لشکر) په نوم يو تنظيم د ويراټ کوهلي په ګډون پورته ياد شوي کسان په نښه کولاى شي، نو د دوى امنيت دې لا هم سخت کړاى شي.
د يادولو ده چې تر دې مخکې هم يو کس ويراټ کوهلي ته د مرګ ګواښونه کړي و، چې وروسته پوليسو نيولى و او هغه بيا په خپل بيان کې ويلي و، چې هغه له لوبغاړو سره ټوکې کولې او داسې هېڅ اراده يې نه درلوده، خو ياد کس بيا هم د دغه ګواښونو له امله زندان ته ولېږل شو.