د پاکستان پر وړاندې په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې په ټاکلي وخت د اورونو نه پوره کولو له امله د سويلي افريقا لوبډله د لوبې د فيس ٢٠ سلنه جريمه شوه.
د پاکستان او سويلي افريقا ترمنځ لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ په سينچورين کې ترسره شوې وه، چې پاکستان پکې د ٣ ويکټو په توپير بريا خپله کړې وه.
په دې لوبه کې د ماتې تر څنګ د سويلي افريقا لوبډله د Slow over rate ښکار هم شوه او په ټاکلي وخت کې يې اورونه ترسره نه کړل چې ٢٠ سلنه جريمه شوه.
په لومړۍ لوبه کې د لوبې لوبڅارانو ميراس ايراسمس، ايډين هولډ سټاک، علاوالدين پاليکر او بونګاني جيلى د پرېکړې له مخې چې د سويلي افريقا لوبډلې په ټاکلي وخت کې پوره اورونه نه دي ترسره کړي.
د اى سي سي د اصولو له مخې، هره لوبډله چې په ټاکلي وخت کې اورونه ترسره نه کړي، نو د ١ اور په سر به د لوبې د فيس ٢٠ سلنه جريمه کېږي، چې سويلي افريقا د ١ اور لپاره اضافي وخت تېر کړ.
د سويلي افريقا لوبډلمشر ټيمبا بوواما دا تېروتنه ومنله، نو ځکه په دې تړاو کومه ځانګړې غونډه جوړه نه شوه، خو د لوبې د فيس ٢٠مه برخه به ترې د جريمې په توګه واخيستل شي.