کورپاڼه / جالب / شهزاده ویلیم د نړۍ زړه راښکونکی پک (ګنجی) ګڼل شوی

شهزاده ویلیم د نړۍ زړه راښکونکی پک (ګنجی) ګڼل شوی

په ټوله نړۍ کې د ښکلا او زړه راښکونکي شخصیت لپاره سیالۍ برابرېږي او په حیرانوونکې توګه په داسې سیالیو کې هغه کسان په لومړیو مقامونو کې راځي چې په عامو خلکو کې د خلکو د توجه وړ نه وي ګرځېدلی.

په همدې لړ کې په انګلستان کې له یوې څېړنې څخه معلومه شوه، چې په حیرانوونکې توګه د هالیووډ د اداکارانو او ساینسپوهانو برعکس د انګلستان شهزاده ویلیم د نړۍ زړه راښکونکی ګنجی ګڼل شوی.

د انګلستاني ورځپاڼې (دی سن) د راپور له مخې ویل کېږي چې د انګلستان د مشهورې پلاستکي عملیاتو ادارې له لورې د یوې سروې له مخې په حیرانوونکې توګه شهزاده ویلیم د نړۍ زړه راښکونکی نارینه ګڼل شوی.

دغې ادارې پر انټرنیټ د ګنجیانو په اړه د لفظونو او کلمو د استعمال په اړه سروې وکړه نو معلومه یې کړه چې په ټوله نړۍ کې د زړه راښکونکي کلمه ترټولو ډېره له شهزاده ویلیم سره لټول شوې، نو ځکه خو یې د نړۍ زړه راښکونکی نارینه ګڼلی شوی دی.

یعنې په ټوله نړۍ کې د شهزاده ویلیم له نوم سره د (سیکسي) کلمه هم کارول شوې، چې په همدې وجه ذکر شوې ادارې نوموړی زړه راښکونکی ګنجی ګڼلی دی.

دا هم ولولئ

څېړنه: د څوارلسمې سپوږمۍ د نارینه وو پر ژوند څه اغېزې پرېباسي؟

ډېری نارینه د څوارلسمې سپوږمۍ ډېره زیاته خوښوي، خو همدغه سپوږمۍ یې په ژوند کې …