د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه الراونډر لوبغاړى معين علي چې په اى پي ايل کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې سره لوبېږي، د لوبډلې له مسوولينو يې غوښتنه کړې ده چې د هغه د کاليو يا لباس څخه دې د الکولو لوګو ليرې کړي.
معين علي چې د کرکټ د نړۍ مشهور لوبغاړى دى، تل د اسلام په لاره ډېر کلک ولاړ وي، په څوارلسم پړاو کې چې نوموړى د چيناى لپاره لوبېږي، نو د الکولو د لوګو لباس د ليرې کولو غوښتنه يې وکړه، چې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې مسوولينو هم ورسره ومنله.
نوموړى هېڅ کله هم د الکولو د تبليغ سبب ګرځېدل نه غواړي او همدا لامل دى چې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د لوبېدو پر مهال هم د خپل لباس څخه د الکولو لوګو ليرې کوي.
د چيناى سوپر کنګز لوبډلې د لباس په لستوڼي باندې هم د الکولو د يو شرکت لوګو لګېدلې ده، چې په چيناى کې د الکولو يو ځايي شرکت دى.
د يادولو وړ ده چې معين علي د اى پي ايل په بولۍ کې په ٧ کروړه هندي روپۍ اخيستل شوى دى او نوموړى دې ته ډېر لېواله دى چې د مهيندر سينګ دهوني تر کپتانۍ لاندې لوبې ترسره کړي.
ياده دې وي چې معين علي په خپله يوه مرکه کې دا هم ويلي و، چې کله هم د لوبې پر مهال د لمانځه وخت شي او هغه په دې وپوهېږي چې د لوبې تر ختمېدو د لمونځ وخت ترې تېرېږي، نو هغه د لوبڅار په اجازه له مېدانه وځي، لمونځ کوي او بېرته لوبې ته راګرځي.