د کاناډا په اونټاریو ایالت کې د یو هلک له خولې ۱.۸۲ اینچه غاښ ایستل شوی، چې دا د نړۍ ترټولو غاښ ګڼل کېږي.
ویل کېږي چې دغه هلک د ګنیز په نړیوالو ریکارډونو هغه وخت خپل نوم ثبت کړ، کله چې یې پر غاښ درد شو او د درملنې په موخه ډاکتر ته ورغی او کله چې ډاکتر غاښ وویست نو معلومه شوه چې ۱.۸۲ اینچه ده.
د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د ادارې له لورې په یو پیغام کې ویل شوي چې، دغه نهه کلن هلک چې لیوک بولټن نومېږي او د ډاکتر کرس میک آرتر له لخوا یې غاښ ایستل شوی، د شېدو ترټولو غټ غاښ ګڼل کېږي.
د بولټن کورنۍ د نوموړي د غاښ په اړه وایي چې دا یې د اته کلنۍ په عمر یې د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۱۷ نیټه ایستل و، خو د ګنیز نړیوالو ریکارډونه ادارې اوسمهال ومنله چې دا د نړۍ ترټولو غټ غاښ دی.
د هلک پلار کریګ بولټن وایي چې د هلک مشرې خور ویلي ول چې غاښ یې نړیوال ریکارډ جوړولی شي.