کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د فخر زمان ١٩٣ منډې ضايع شوې، سويلي افريقا د پاکستان لوبډله ماته کړه
فخر زمان

د فخر زمان ١٩٣ منډې ضايع شوې، سويلي افريقا د پاکستان لوبډله ماته کړه

د پاکستان له خوا فخر زمان ډېره ښه توپوهنه ترسره کړه خو بل هېڅ توپوهونکى ونه توانېده چې ښې منډې وکړي، خو د نوموړي منډو پاکستان بريالى نه کړى شو، چې سويلي افريقا د ١٧ منډو په توپير دويمه لوبه وګټله.

د پاکستان او سويلي افريقا ترمنځ په جوهانسبرګ کې لوبه ترسره شوه، چې په پيل کې پاکستان پچه وګټله او سويلي افريقا ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

سويلي افريقا په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٣٤١ منډې وکړې، چې له ډلې يې ټيمبا بوواما ٩٢، کوانټين ډي کوک ٨٠، راسي وان در دوسين ٦٠ او ډيويډ ميلر ٥٠ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د پاکستان له خوا حارث روف ٣، شاهين شاه اپريدي، محمد حسنېن او فهيم اشرف ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٣٤٢ منډو هدف په تعقيب کې پاکستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٣٢٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې فخر زمان تر ټولو زياتې ١٩٣ منډې ترلاسه کړې او بابر اعظم بيا ٣١ منډې وکړې.

پاکستان د ١٧ منډو په توپير په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې ماتې وخوړه.

د سويلي افريقا له خوا انريک نورجه ٣، انډيل پهيلکواو ٢، کاګيسو رباډا، لونګي نګيدي او تبرېز شمسي ١-١ ويکټ واخيستې.

خو د فخر زمان د ښې توپوهنې له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هغه ته ورکړل شوه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دريمه يا وروستۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه په سينچورين کې د اپريل په ٧مه نېټه ترسره شي.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …