کورپاڼه / خبرونه / فخر زمان د سويلي افريقا پر وړاندې نوى نړيوال ريکارډ جوړ کړ
فخر زمان ١

فخر زمان د سويلي افريقا پر وړاندې نوى نړيوال ريکارډ جوړ کړ

فخر زمان نن په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، خو په دې ونه توانېده چې د پاکستان لوبډلې ته بريا ورپه برخه کړي.

په دويمه لوبه کې سويلي افريقا د پاکستان لوبډلې ته د ٣٤٢ منډو هدف وټاکه، چې په ځواب کې يې يوازې فخر زمان ډېره ښه توپوهنه ترسره کړه او ١٩٣ منډې يې وکړې، خو بل هېڅ توپوهونکى ورسره په مېدان ونه درېداى شو.

سويلي افريقا په دغه لوبه کې پاکستان ته د ١٧ منډو په توپير ماتې ورکړه.

فخر زمان په ١٥٥ توپونو ١٠ شپږيزې او ٨ څلوريزې ووهلې او ١٩٣ منډې يې وکړې، چې يو ستر ريکارډ يې هم په خپل نوم کړ.

په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې که څه هم د فخر زمان په ګډون ډېرو لوبغاړو غبرګې سليزې وهلي دي، خو دا ټولې غبرګې سليزې په لومړۍ پاڼۍ کې وهل شوي دي.

فخر زمان د يو ورځنيو لوبو لومړنى توپوهونکى شو، چې په دويمه پاڼۍ يا د هدف په تعقيب کې يې ستر اننګز ترسره کړ او نوى ريکارډ يې په خپل نوم کړ.

تر فخر زمان مخکې دا ريکارډ د اسټراليايي شين واټسن سره و، هغه په ٢٠١١ کې د بنګله دېش پر وړاندې د هدف په تعقيب کې ١٨٥ منډې کړې وې.

همدا راز د نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د پاکستان هېڅ لوبغاړي له دې مخکې د هدف په تعقيب کې له ١٥٠ څخه زياتې منډې نه وې کړې.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …