کورپاڼه / اسلام / هغه درې ډوله سترګې چې د دوزخ اور به نه ویني

هغه درې ډوله سترګې چې د دوزخ اور به نه ویني

له ابو سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چې الله تعالی به جنتیانو ته ووایي چې ای جنتیانو! نو هغوی به په ځواب کې ورته ووایي چې ای ربه! موږ ټول ستا په خدمت کې حاضر یو او هر څه ستا په لاس کې دي.

الله تعالی تعالی به ورته وفرمایي چې تاسې راضي یا خوشحاله یئ؟ جنتیان به ورته ووایي چې موږ به ولې راضي نه یو او تا موږ ته هغه څه راکړي چې په موجوداتو کې دې کوم بل مخلوق نه دي ورکړي.

الله تعالی به ورته وفرمایي چې آیا له دې هم یو غوره کوم شی نه درکوم؟ نو جنتیان به ووایي چې له دې نه غوره شی هم شته؟ الله تعالی به ورته وفرمایي چې زه له تاسو خوښ او له دې وروسته به پر تاسو غوسه نه کوم.

بل ځای رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې درې ډول داسې کسان هم شته چې سترګې به د دوزخ اور نه ویني، یعنې جهنم ته به نه ځي.

  • هغه سترګې چې د الله تعالی پر لار کې څوکیداري کوي.

  • هغه سترګې چې د الله تعالی له ډار یا وېرې څخه ژاړي.

  • هغه سترګې چې د الله تعالی له لوري حرامو شوو شیانو ته نه ګوري.

دا هم ولولئ

د یو چا په اړه قسم خوړل چې الله تعالی یې نه بخښي، څه پایلې لري؟

بدعت: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ …