د ځوانۍ پرمهال د سګریټ څکولو عادت یو ناوړه عادت ګڼل کېږي او ډېری ځږانان له دې ستونزې سره مخ هم دي، چې بیا د والدینو لپاره د ځور سبب کېږي او روغتیایي کارپوهانو هم په دې اړه لارښوونه کړې چې د سګریټ څکولو عادت پرېږدو او له ژوند څخه خوند واخلو.
ډاکتر کرسټینا ایګوروا وایي چې په ځوانانو کې له سګریټ څکولو سره هغه وخت مینه پیدا کېږي، چې والدین یا د کورنۍ کوم غړی یې دغه عادت لري او پر ماشومانو د سګریټ څکولو اغېزې ژر پرېوځي.
کرسټینا ایګوروا ددې پرځای چې ځوانان ووېروي، والدینو ته یې لارښوونه کې چې پخپلو بچیانو کې د باور اړیکه پیدا کړي ترڅو په یو ښه چاپیریال کې ماشوم په پټ ډول سره په دې پوه شي چې له د سګریټ څکولو له عادت څخه ځان وساتي.
نوموړی دا هم وایي چې ځوانان باید دې ته مجبور نه کړل شي ترڅو سګریټ کړي ځکه چې دغه ډول کړنه یې د سخت غبرګون لامل کېږي. دی زیاتوي چې ځوانان ته دې د سګریټ څکولو د منفي اغېزو په اړه په غیر مستقیم ډول مشورې وکړل شي او ورته دې وویل شي چې د یو ښه ژوند لپاره ښه روغتیا اړینه وي او له سګریټو څخه ځان ساتل غوره خبره ده.
په ځوانانو کې د سګریټ څکولو زیانونه په لاندې ډول دي:
-
د سرطان او سږو د ناروغیو خطر دوه برابر کوي ځکه چې په سګریټ څکولو سره د سږو نسجونه اغېزمن کېږي.
-
له یوې نوې څېړنه ثابته شوې چې په ځوانانو کې د سګریټ څکولو په پنځه اویا د ګنجي کېدو خطر وي.
-
د زړه شریانونه سختوي.