کورپاڼه / خبرونه / د ډي کوک چالاکي او د فخر زمان اوټ کېدل، په ټولنيزو رسنيو کې پرې نيوکې شوي
فخر زمان او ډي کوک

د ډي کوک چالاکي او د فخر زمان اوټ کېدل، په ټولنيزو رسنيو کې پرې نيوکې شوي

د پاکستان او سويلي افريقا په پرونۍ لوبه کې د فخر زمان اوټ کېدل په ټولنيزو رسنيو کې د بحث وړ ګرځېدلې ده او ډېرى خلکو پر کوانټين ډي کوک نيوکې هم کړې دي.

په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې فخر زمان ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې په ١٥٥ توپونو يې د ١٠ شپږيزو او ١٨ څلوريزو په مټ ١٩٣ منډې وکړې، خو د غبرګې سليزې وهلو نه پاتې شو.

فخر زمان د وروستي اور په لومړي توپ شاټ وواهه او غوښتل يې چې دوه منډې ترلاسه کړې، خو کوانټين ډي کوک چې د ويکټ ساتنې دنده يې ترسره کوله، د دويمې منډې پر مهال داسې چيغه ووهله، چې فخر زمان فکر وکړ، چې د حارث روف خواته توپ تللى او هغه په سختۍ کې دى.

په داسې وخت کې نوموړي د هغه خواته شاته وکتل او منډه يې په ورو شوه، خو په داسې وخت کې ډګرساتونکي توپ ويکټو ته راورسېده او فخر زمان دومره وخت پېدا نه کړ، چې ځان ورسوي.


فخر زمان يوازې او يوازې د ډي کوک د چيغې له امله اوټ شو، چې په ټولنيزو رسنيو کې هم د نوموړي په دې کار باندې نيوکې شوې دي او ډېرى خلکو ليکلي دي، چې دا اصل کرکټ نه دى.

د يادولو وړ ده چې فخر زمان په دغه لوبه کې ريکارډ جوړ کړ، نوموړى لومړنى توپوهونکى شو چې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو په دويمه پاڼۍ يا د هدف په تعقيب کې يې تر ټولو زياتې ١٩٣ منډې وکړې.

دا هم ولولئ

کريم صادق

کريم صادق: افغان سيليکټران د ډالرو په بدل کې لوبغاړي انتخابوي، که فساد نه واى، تراوسه به مو نړيوال جام هم ګټلى و

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى پيليز توپوهونکى کريم صادق وايي، چې افغان سيليکټرانو چې …