کورپاڼه / هنر او کلتور / عامر خان تر هغې پورې پیسې نه اخلي ترڅو چې یې فلم کامباب شوی نه وي

عامر خان تر هغې پورې پیسې نه اخلي ترڅو چې یې فلم کامباب شوی نه وي

آیا کله مو په دې خبره د حیرانۍ اظهار کړی چې د بالیوږډ مشهور اداکار یا هرمند عامر خان دومره وړتیا لري چې د یو ترسره یې زړه وغواړي نو بیا یې ترسره کوي هم او ددې هر څه سربېره هم یو باوري فلمی ستوری دی، یعنې پر فلمونو یې د کامیابۍ باور کیدلی شي.

په دې اړه عامر خان په ۲۰۱۸ کال له رسنیو سره په خبرو کې ویلي ول، چې تر هغې وخته د فلم په بدل کې روپۍ نه اخلي، تر کومه چې فلم کامیاب شوی نه وي.

یاده دې وي عامر خان بالیووډ ډېر کامیاب فلمونه ورکړي، چې په دې کې (تري ایډیټس، پی کی او دنګل) شامل دي، نوموړی د وروستي لپاره پر سینما په یو ناکام فلم (ټګز اف هندوستان) کې لېدل شوی و.

عامر خان پخپلو خبرو او د فلمونو د جوړولو په لارو چارو خبرې وکړي او د (تاری زمین پر اږ تلاش) فلمونو مثال وړاندې کړی او ویلي یې دي چې په دې فلمونو یې لګښت لږ راغلی، چې دواړو فلمونه یې کامیاب هم ثابت شول.

نوموړی وایي چې له فلمونو څخه سمدستي روپۍ نه اخلي بلکې لومړنی یې لګښتونه پوره کوي او ټولو ته خپلې روپۍ ورکوي او کله چې فلم پیسې وګټلې نو له ګټل شوو پیسو څخه یو څه اندازه روپۍ اخلي.

عامر خان که چېرته یې کوم فلم ناکام شي، نو دی یې هم روپۍ نه اخلي، له چا تاوان هم نه اخلي او ټول مسولیت یې پخپله غاړه لري. نوموړی د (تلاش) فلم مثال ورکوي او وایي چې تمه یې درلوده چې دغه فلم به ورته ۶۰ میلونه ګټه وکړي، خو خبره بل ډول شوه او ۹۵ میلونه ګټه یې واخله.

دا هم ولولئ

میا خلیفه له خپل کیریر څخه لس برابره زیاتې روپۍ خیره بنسټونو ته ورکړي

د غیر اخلاقي فلمونو پخوانۍ اداکارې میا خلیفه په یوې مرکه کې ددې خبرې په …