د چيناى سوپر کنګز لوبډلې اجراييوي رييس کاسي وشواناتن هغه خبرونه رد کړل، چې ګوا کې معين علي له دوى څخه غوښتنه کړې ده چې د هغه د لباس څخه دې د الکولو لوګو ليرې کړاى شي.
پرون ورځ په يو شمېر راپورونو کې ويل شوي و، چې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مسلمان الراونډر معين علي د چيناى سوپر کنګز لوبډلې مسوولينو نه غوښتنه کړې ده، چې د هغه د کاليو يا لباس څخه دې د الکولو لوګو ليرې کړي.
په راپور کې زياته شوې وه، چې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې مسوولينو د معين علي غوښتنه منلې ده او د هغه د لباس څخه يې لوګو ليرې کړې ده. معين علي يو مسلمان لوبغاړى دى چې نه الکول څکوي او نه يې هم تبليغ کوي.
د چيناى سوپر کنګز لوبډله د SNJ 10000 په نوم د الکولو يو شرکت سپانسر کړې ده، چې په لاس يې د هغوى لوګو هم لګېدلې ده.
خو اوس تازه د چيناى سوپر کنګز لوبډلې اجراييوي رييس له ټايم نيوز رسنۍ سره په خپلو خبرو کې دا خبرونه رد کړي دي او ويلي يې دي، چې د معين علي له خوا هېڅ داسې غوښتنه نه ده شوې.
د يادولو وړ ده چې معين علي د اى پي ايل په ١٤م پړاو کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې له خوا په بولۍ کې په ٧ کروړه هندي روپيو اخيستل شوى و. هغه په يوه مرکه کې دا هم ويلي و، چې د مهيندر سينګ دهوني په کپتانۍ کې لوبېدو ته ډېر لېواله دى.