کورپاڼه / جالب / د مشهور امریکایي سندرغاړي ګیتار په څلور نیم لکه ډالر لیلام شوی

د مشهور امریکایي سندرغاړي ګیتار په څلور نیم لکه ډالر لیلام شوی

ډېر داسې شیان او توکي به مو لېدلي وي چې په ظاهره توګه ډېر بې ارزښته بریښي او څوک ورته پام هم نه کوي خو که چېرته دغه شیان د یو هیواد تاریخ، کلتور او مشهور اشخاصو پورې اړه ولري، نو یو ډېر عادی شی یا توکی به هم د ډېر لوړ قیمت یا ارزښت درلودونکي شي، چې د خلکو د حیرانۍ وړ به وګرځي.

په همدې لړ کې د امریکایي رسنیو له مخې ویل کېږي چې د یاد هیواد مشهور او د راک او رول (Rock and Roll) د موسیقې د بادشاه ایلوس پریسلي یو برښنایي ګیتار په په څلور لکه او پنځوس زره ډالرو سره لیلام شوی.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې ایلوس پریسلي دغه ګیتار په ۱۹۶۸ زېږدیز کال کارولی یا غږولی و.

دغه راز ویل کېږي چې نوموړي په ۱۹۶۹ زېږدیز کال هم له دې ګیتار څخه ګټه اخیستې وه چې بیا له هغې وروسته هغه ادارې یا کسانو باندې وسپارل شو چې د موسیقۍ اړوند یاداښتونه یې راټولول.

یاده دې وي چې څو میاشتې دمخه هم د ګیتار په اړه له امریکا څخه یو بل په زړه پوری خبر خپور شوی، چې له مخې ویل کېدل چې یو شخص د خپل محبوب له مړینې وروسته د هغه له اسکلیټ ګیتار جوړ کړی و.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …