کورپاڼه / روغتيا / په اوونۍ یوازې (۱۵۰) ګرامه تیاره یا پروسیس شوې غوښه استعمالول د زړه لپاره خطرناکه وي

په اوونۍ یوازې (۱۵۰) ګرامه تیاره یا پروسیس شوې غوښه استعمالول د زړه لپاره خطرناکه وي

د یوې څېړنې له مخې چې په د یوویشتو هیوادونو کې د لسو کلونو په موده کې ترسره شوه، ویل کېږي که چېرته په اوونۍ یوازې یو سلو پنځوس ګرامه پروسیس شوې غوښه استعمال کړو، نو د زړه د ناروغیو خطر مو ډېرولی شي.

ویل کېږي چې په دې څېړنه کې یې د پنځو لویو وچو د یوویشتو هیوادونو په (۱۳۴۲۹۷) کسانو څېړنه ترسره کړې او په دې څېړنه کې یې غوښه په دوو برخو سره ویشلې وه چې یوه تیاره شوې یا پروسیس شوې او بله یې ناتیاره شوې یا غیر پروسیس شوې غوښه وه.

هغه غوښه چې له قصاب خانو یا د غوښې له دوکان څخه لاسته راځي، ناپروسیس شوې یا ناتیاره شوې غوښه ورته ویل کېږي، ځکه چې د ډېر وخت د ساتنې او د خوراک لپاره د وړ ګرځېدلو لپاره له کیمیاوي عمل څخه نه تېرېږي.

بله لوري ته په مارکیټونو او بازارونو کې تیاره غوښه هم موندل کېږي، چې د خوندي ساتلو لپاره یې له کیمیاوي پروسې څخه تېروي او د مالګې په ګډون نور کیمیاوي مواد هم ورپکې شامل وي.

نو له څېړنې معلومه چې په اوونۍ کې یوازې یو سلو پنځوس ګرامه پروسیس شوې غوښه استعمال، د ناپروسیس شوې غوښې په پرتله یو پنځوس د ناڅاپي مړینې سبب کېږي او د زړه د ناروغیو خطر بیا شپږ څلویښت سلنه دی.

څېړونکي وایي چې د ناپروسیس شوې غوښې په استعمال سره د زړه د ناروغیو او د مړینې د کچې د ډېروالي په اړه تر اوسه پورې کوم خطر نه دی ثابت شوی.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …