کورپاڼه / روغتيا / د مور شېدې د ماشوم کولمو ته پیاوړتیا ورکوي

د مور شېدې د ماشوم کولمو ته پیاوړتیا ورکوي

د مور د شېدو په اړه هر کال په حیرانوونکې توګه ځینې رازونه څرګندېږي، چې په همدې لړ کې اوسمهال معلومه شوې چې د مور په شېدو کې موجود کیمیاوي مواد د ماشوم د کولمو لپاره ډېر ګټور وي او له پیله د کولمو پر روغتیا اغېزې پرېباسي.

ویل کېږي چې د مور په شېدو کې د بیټین په نوم یو ډېر مهم امینو اسید شتون لري، چې د اوږدې مودې لپاره د ماشوم میتابولیکي روغتیا خوندي ساتي او په نوو زېږېدلو ماشومانو په کولمو کې ګټورې بکټریاوې ډېرښت مومي.

د بارسلونا کې د ماشومانو د یو روغتون د څېړنو له مخې چې د ماشومانو د چاغښت په اړه یې کولې، معلومه شوې پوډري شېدې د ماشومانو د چاغښت سبب کېږي او د میندو شېدې ورته ګټورې تمامېږي.

له دې وروسته په امریکا کې دې څېړنې ته نوره پراختیا هم ورکړل شوه او څلور دیرش میرمنې او ماشومان یې په څېړنه کې شامل کړل، چې ټولو ماشومانو د مور شېدې څښلې او ترڅنګ یې د چاغښت ستونزې هم درلودې.

ویل کېږي چې له دې وروسته یې بیا دغه څېړنه په موږکانو هم ترسره کړه او په دوو ډلو سره یې وویشل چې یوې ډلې ته یې د مور د شېدو ترڅنګ لس سلنه اضافي بیټین یې ورکړل او شپږ میاشتې وروسته معلومه شوه چې د هغه موږکانو وزن لس سلنه کم و، چې اضافي بیټین ورکړل شوي ول.

په دې ډول سره معلومه شوه چې بیټین خو د ماشومانو د ودې لامل کېږي خو د چاغښت د مخنیوي سبب هم ګرځي او ددې سربېره دا هم وموندل شول چې د مور د شېدو په استعمال سره د کمولو ګټورې بکټریاوې وده کوي.

دا هم ولولئ

څېړنه: په ځوانۍ کې د بنګو استعمال د زړه د ناروغیو سبب ګرځي

د یوې نوې روغتیایي څېړنې له مخې ویل کېږي چې د ځوانۍ په عمر کې …