کورپاڼه / اسلام / د سه شنبې په ورځ به لومړۍ روژه وي، د پېشلمي او روژه ماتي وختونه دلته ولولئ
روژه

د سه شنبې په ورځ به لومړۍ روژه وي، د پېشلمي او روژه ماتي وختونه دلته ولولئ

د روژې مبارکه مياشت به د راتلونکې سه شنبې په ورځ پيل شي او لومړۍ روژه به د سه شنبې په ورځ وي، چې د حمل ٢٤مه نېټه کېږي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د پېشلمي او روژه ماتي وختونه هم خپاره کړي دي، چې په کابل کې د ٣٠ روژو هرې ورځې په اړه پکې معلومات ورکړل شوي دي.

د سه شنبې په ورځ او د حمل په ٢٤مه نېټه به لومړۍ روژه وي، چې د پېشلمي وخت به سهار د ٢:٥٤ بجو پورې وي او د روژه ماتي وخت به ٦:٢٨ دقيقې وي.

همدا راز وروستۍ يا دېرشمه روژه به بيا د چارشنبې په ورځ وي، چې پېشلمى به د سهار په ٢:١٤ بجې وي او روژه ماتى به د ماښام په ٦:٥١ بجې وي.

د روژې وختونه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا جوړه شوي دا وختونه يوازې د پلازمېنې کابل لپاره دي، چې نورو ښارونو سره يو څه تفاوت لري او هغه تفاوت هم په دې کې ورکړل شوى دى.

همدا راز د روژې د ماتولو دعا هم په دې پاڼه کې ورکړل شوي دي او ځينې نور معلومات هم پکې شته، چې د روژې پر مهال د مسلمان لپاره ډېر ګټور دي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت او مستحب عملونه

روژه له ټولو عبادتونو څخه غوره عبادت دی، چې اجر او ثواب یې الله تعالی …