کورپاڼه / روغتيا / د حشراتو له چیچلو سره حساست، احتیاط او درملنه
Young woman scratching her arm, suffering from itching on her skin and scratching an itchy place. Allergy rash. Red around the itching area, hearts. Allergic reaction to insect, mosquitoes bites.

د حشراتو له چیچلو سره حساست، احتیاط او درملنه

حشرات چې د هایمینوپټیرا (Hymenoptera) له کورنۍ سره اړیکې لري، په عام ډول سره د حساستي غبرګون سبب ګرځي او په دې حشراتو کې لاندې حشرې شاملې دي:

  • د شاتو مچۍ

  • الوتونکې حشرې

  • غومبسې

  • ژېړ پري حشرې یعنې د شاتو د مچیو په ډول حشرې

  • چیچوونکې مېږیان

د حشراتو پر چیچلو حساستي غبرګون:

د حشراتو په چیچلو سره حساستي غبرګون په هغه ځای کې رامنځته کېږي، چې کوم ځای چیچل شوی وي، چې په دې ډول غبرګون سره پوستکی سوروالی، سوخت، درد او خارښت پیدا کوي چې یوازې ترڅو ساعتونو پورې دوام لري، چې په ځینو کسانو کې تر ډېره دوامداره هم وي.

دغه راز په ځینو حالاتو کې د حشرو په سبب رامنځته کېدونکی حساست خطرناک هم تمامېږي، چې دې غبرګون ته انفلیکسس هم ویل کېږي، چې ځینې نښې، نښانې یې په لاندې ډول دي:

ـ د بدن پر ډېره برخه خارښت

ـ د ستوني او ژبې سوخت

  • په ساه اخیستلو

  • د سېنې ستونزې

  • د سر ګرځېدل

  • د سر درد

  • د خېتې درد، زړه بدوالی او اسهال

  • د وینې فشار ټیټېدل

  • اروایي ستونزې

احتیاطي تدابیر:

کله چې ډوډۍ یادخواړه خورۍ نو د لوښو سر پټ کړئ، له سر خلاصو شیانو څه مه خورئ، له بندو څښاکو ډډه وکړئ ځکه چې دننه یې د حشرو شتون ممکن دی.

له تېز رنګو او ګل لرونکو جامو له اغوستلو ځان وساتئ، په لوڅو پښو له تګ څخه ډډه وکړئ او په بوسو لرونکو سیمو کې سینډل مه پښو کوئ، د کرنې او د نیالګیو د کېنولو پرمهال د حشرو ځالې ختمې کړئ، دغه راز د لرګیو له ډېریو، چتونو او نورو سره د تګ پر وخت احتیاط کړئ.

دا هم ولولئ

آیا تاسې تر پیشلمي پورې د ویښ کېناستو له تاوانه خبر یئ؟

د روژې په میاشت کې ډېر کسان دا عادت خپلوي ترڅو تر پیشلمي پورې ویښ …