کورپاڼه / روغتيا / د چغندر یا لبلبو هغه روغتیایي ګټې چې تر اوسه به مو نه وي لوستي

د چغندر یا لبلبو هغه روغتیایي ګټې چې تر اوسه به مو نه وي لوستي

د یوې نوې څېړنې له مخې معلومه شوې چې چغندر او جوس یې د انسان په بدن کې هغه بکټریاوو ته وده ورکوي چې د یو ښه ژوند او د دماغو د فعالیتونو د ښه والي سبب ګرځي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي چې چغندر یو ډول طبیعي درمل دي چې چې دماغي فعالیتونه ښه کوي او د حافظې ته پیاوړتیا ورکوي. دغه راز ویل کېږي چې په ورځني ډول د یوې پیالۍ د چغندرو په استعمال سره لوړ فشار کمېږي او د نایتریتو شتون یې د وینې رګونه خلاصوي او د وینې جریان ښه کوي او د زړه د نارغیو لپاره ډېر ګټور تمامېږي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې چغندر پخپل جوړښت فایبر، فولیټ، میګنیزیم، پوتاشیم، اوسپنه او د ویټامین سي درلودونکي او هم د سلادو او هم د جوسو په ډول هک استعمالېږي، چې په سبب د بدن اړتیاوې پوره کېږي او پیاوړتیا ورکوي.

د چغندرو په استعمال سره د وینې کرویات، دماغي او بدني فعالیتونه، د زړه روغتیا، د وینې رګونو او د ځیګر پر ګډون ټول بدن ته ګټور تمامېږي.

سربېره پردې هغه کسان چې د بدن جوړونې لپاره هڅې کوي د چغندر استعمال ورته اغېزمن تمامېږي او په کارولو سره انسان د پیاوړتیا او تازه ګۍ احساس کوي او د سرطاني ناروغیو څخه د مخنیوي لپاره هم اغېزمن رول لوبوي.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …