کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ګوګل د اندراید موبایل لرونکو ته یوه غوره آسانتیا رامنځته کړه

ګوګل د اندراید موبایل لرونکو ته یوه غوره آسانتیا رامنځته کړه

د نړۍ ترټولو لوی پلټوونکې ماشین یا سرچ انجن د اندراید موبایلونو کاروونکو لپاره یوه غوره آسانتیا یا ځانګړتیا رامنځته کړه او هغه چې ګوګل د میسجونو یا پیغامونو لپاره مهالویش جوړول شوني کړو.

ویل کېږي چې (ګوګل میسجز) پخپل پلیټ فارم د پیغامونو یا د میسجونو لپاره د مهالویش جوړولو آسانتیا یا ځانګړتیا رامنځه کړه.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې له دې وروسته به د اندراید موبایلونو کاروونکې په هر وخت کې لیکلی میسج یا پیغام لېږلی شي.

ډېری کسان داسې وي چې په ځینو ځانګړو وختونو مثلاً د کلېزې ورځ، د کوژدې ورځ یا نورې ځانګړې ورځې هېروي یاهم په دې ورځو کې خپل، خپلوان هېروي، خو اوسمهال د دغې ستونزې د حل لار را ایستې ده او د (ګوګل میسجز) په مرسته یو مهالویش د جوړولو آسانتیا یې رامنځته کړې، چې په ترتیبولو سره به یې په ټاکل وخت او نیټه میسج یا پیغام ولېږل شي.

یعنې که چېرته غواړو په راتلوونکې اوونۍ کې په بېلابېلو ورځو کې مختلفو ځایونو یا کسانو ته پیغام یا میسج لېږو یا یې د یوې موضوع په اړه خبروو، نو د (ګوګل میسجز) په ذریعه به یو مهالویش جوړوو او د هغې په مرسته به په ټاکلي وخت او نیټه میسج او پیغام لېږل کېږي.

ویل کېږي چې د ګوګل اداره له ډېره وخته په دې بوخته وه چې دغه آسانتیا د اندراید موبایلونو لپاره رامنځته کړي او له تېر کال څخه یې ازمایښت هم کېده، چې اوسمهال د ټولو کاروونکو لپاره د لاسرسي وړ ده، نو که غواړئ ګټه ترې پورته کړئ نو (ګوګل میسجز) مو اپډیټ کړئ.

دا هم ولولئ

خړ رنګه لېوان له نن څخه زرګونه کاله دمخه څنګه له ورکېدو څخه وژغورل شول؟

خړ رنګه یا نسواري رنګ لېوان یو له هغه لویو ښکار کوونکو حیواناتو له جملې …