کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ایل جي شرکت د موبایلونو د نه جوړولو اعلان وکړ

د ایل جي شرکت د موبایلونو د نه جوړولو اعلان وکړ

د جنوبي کوریا د ایل جي (LG) برښنایي شرکت پرېکړه کړې چې د خپلو موبایلونو کاروبار دروي.

دغه شرکت تر شپږویشتو کلونو پورې د ګرځنده موبایلونو کار وکړ، چې بالاخره نن ورځ دوشنبه یې ددغه څانګې د تړلو پرېکړه وکړه، د ایل جي شرکت له لورې ویل کېږي چې دوی به درې زره او اوه سوه کارکوونکې له ځان سره وساتي او په نورو برخو کې به یې جذب کړي.

د ذکر شوی شرکت له لوري ویل شوي چې د موبایلونو د نه جوړولو پرېکړه یې وروسته له هغې وکړه چې په مارکیټ یې سخت سیالان رامنځته شول او د دغه شرکت د موبایلونو په خرڅلاو کې کمښت رامنځته شو.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه برښنایي شرکت ډېرې هڅې وکړې ترڅو ذکر شوې څانګه وپلوري، خو په مذاکراتو کې یې بریا ترلاسه نه کړه.

یاده دې وي چې د ایل جي شرکت د موبایلونه کاروبار له ۲۰۱۵ کال راهیسې په دوامداره توګه ګټه نه ده کړې او له تاوان سره مخ شوی دی.

دا هم ولولئ

خړ رنګه لېوان له نن څخه زرګونه کاله دمخه څنګه له ورکېدو څخه وژغورل شول؟

خړ رنګه یا نسواري رنګ لېوان یو له هغه لویو ښکار کوونکو حیواناتو له جملې …