خپلواک وېبپاڼه (٣١ اکتوبر ٢٠١٩): د کرکټ په نړۍ کۍ د شل اوريزو لوبو د مشهورتيا نه وروسته لس اوريزې سيالۍ هم پيل شوې، چې ډېر ژر به يې دويم پړاو پيل شي. د لس اوريزه ليګ دريم پړاو د نومبر په ١٤مه نېټه پيلېږي.
د دغه ليګ لپاره ټولې لوبډلې لګيا دي خپل ځانونه تياروي، چې په دې ببرخه کې د ډيلي بولز لوبډلې هم د خپلې لوبډلې کالي، ترانه او برانډ امبېسډر له رسنيو سره شريک کړل.
په دوبۍ کې د يوې غونډې پر مهال د ډيلي بولز لوبډلې خپل نوي کالي شريک کړل. دا لوبډله چې په تېر پړاو کې د بنګال ټايګرز په نوم لوبېدلې وه، دا ځل يې خپل نوم بدل کړ. همدا راز د دغه لوبډلې لپاره د برانډ امبېسډرې په توګه د هندي فلمونو نامتو ستورې سني ليون غوره شوې ده.
د دغه لوبډلې لوبډلمشر به د انګلستان ايوين مورګن وي، چې په ٢٠١٩ نړيوال جام کې يې خپلې لوبډلې ته اتلولي ورپه برخه کړه. همدا راز د دغه لوبډلې سره د افغانستان تجربه کاره الراونډر محمد نبي او د پاکستان توپوهونکى شعېب ملک هم يو ځاى دي. همدا راز د هندوستان چټک توپوهونکى ظهير خان او د پاکستان محمد حسنېن هم په همدغه لوبډله کې لوبېږي.
د ټي ټين يا لس اوريزه سياليو تېر پړاو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوى و، خو دا ځل د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظهبۍ کې ترسره کېږي. دا د لس اوريزه ليګ دريم پړاو دى چې د نومبر په ١٤مه نېټه به پيل شي، همدا راز ٨ لوبډلې پکې ګډون لري.
د ډيلي بولز لوبډلې شريک مالک رضوان ساجن د غونډې پر مهال وويل، چې د لوبډلې کالي او ترانه له خلکو سره شريکولو پر مهال ډېر خوشحاله يم. زموږ د لوبډلې نوم نوى شوى دى خو زموږ جذبه او ولولې پخوانۍ دي. ههمدا راز ښايسته او نامتو فلمي ستورې سني ليون د دې لوبډلې برانډ امبيسډره غوره شوې ده، چې دا لوبډله به لا د خلکو په نظر کې راولي.
په دغه غونډه کې سني ليون په خپلو خبرو کې وويل، چې له دې لوبډلې سره په يو ځاى کېدو ډېره خوشحاله ده. هغې وويل، چې د لوبډلې د کالو رنګ يې ډېر خوښ شو او هيله لري چې په لس اوريزه ليګ کې به د دوى لوبډله ښه وځلېږي.