د هند د سینما او تلویزوني خپرونو مشهور کامیډي کوونکي او اداکار کپل شرما پر ټولنیزه رسنۍ انستاګرام خپلو مینوالو ته د دویم زوی نوم وښود.
کپل شرما د خپلې کلېزې پر مناسبت له خپلو ټولو هغوی مینوالو څخه په ټویټر او انستاګرام مننه کړې چې نوموړي ته یې مبارکیانې او نیکې هیلې ورلېږلې وې.
په همدې موقع سندرغاړې نیتي موهن هم پر ټویټر پوسټ کړی او کپل شرما ته یې د کلېزې د مبارکۍ په ویلو سره پوښتنه کړې، چې پر زوی یې څه نوم ایښی دی. کپل شرما د نیتي پوښتنې ته په ځواب کې لومړی ورڅخه مننه کړې او د خیر، خیریت له پوښتلو وروسته یې ویلي چې د زوی نوم یې (تریشان) ایښی دی.
Thank you neeti 🤗❤️ hope ur taking well care of urself 🤗 we named him trishaan 😍🥳🥳🥳 https://t.co/776HlHVm0f
— Kapil Sharma (@KapilSharmaK9) April 4, 2021
نیتي موهن د کپل شرما له لورې ورښودل شوی د هغه د زوی نوم ستایلی او ویلي یې چې د تریشان نوم په غوږو باندې ډېر ښه لګېږي.
What a beautiful name TRISHAAN
Congratulations Pahji @KapilSharmaK9Trishaan Kapil Sharma sounds so good! God bless him 😇 https://t.co/5Ly3QkV4lj
— Neeti Mohan (@neetimohan18) April 4, 2021
یاده دې وي چې د کپل شرما دویم زوی د روان کال د فبرورۍ د میاشتې په اتمه نیټه وزېږید.