کورپاڼه / روغتيا / د روژه ماتي یا ماښامي پر وخت باید څه ډول خواړه وکارول شي

د روژه ماتي یا ماښامي پر وخت باید څه ډول خواړه وکارول شي

ویل کېږي چې د روژې په میاشت کې پشلمی یا پشنمی یاهم پشړمی او ماښامي دوه مهمې برخې دي او دا خبره هم د یادونې وړ ده چې په روژه کې باید داسې خوراکي توکي استعمال شي چې د بدن انرژي پوره وساتي.

روژه یوه داسې میاشت ده چې د انسان یا مسلمان د خوراکي توکو روټین یا غذایي رژیم بدلوي، نو هڅه وکړئ چې د روژې په ماښامي هغه خواړه استعمال کړئ چې پوتاشیم ولري او د خرما په استعمال سره د بدن انرژي پوره کېږي.

دغه راز د روژې په میاشت کې د انسان بدن د اوبو له کمښت سره کېږي، چې په داسې حالاتو کې د ساده اوبو او د مېوو جوس استعمالول ګټور وي، نو هڅه وکړئ چې اوبه او نور مشروبات په وقفه ییز ډول سره وڅښل شي، ترڅو خېټه مو ونه پړسېږي او د بدن اوبه مو هم پوره شي.

دغه راز د روژې په میاشت د بادامو استعمال ډېر زیات ګټور وي، ځکه چې بادامو پخپل جوړښت کې اړین غوړ موندل کېږي.

بادام د شېدو سره هم یوځای استعمالېدلی شي او له خرما سره یې هم کارولی شئ، دغه راز مېوې او سبزیجات ډېر استعمال کړئ او هغه سبزیجات او مېوې وکاروئ چې په ډېره اندازه فایبر لري.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …