کورپاڼه / خبرونه / شاداب خان ټپي او د سويلي افريقا پر وړاندې سياليو نه بهر شو
شاداب خان

شاداب خان ټپي او د سويلي افريقا پر وړاندې سياليو نه بهر شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړى شاداب خان د سويلي افريقا د سفر پر مهال ټپي شوى دى، چې له پاتې سياليو څخه بهر شو.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې د شاداب خان پښه ټپي شوې ده، چې د ٤ اونيو لپاره به له کرکټ څخه ليرې وي.

شاداب خان نه يوازې دا چې د سويلي افريقا له پاتې سياليو څخه بهر شوى دى، بلکې د زمبابوې پر وړاندې په راتلونکو لوبو کې به هم هغه ونه لوبېږي.

د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې شاداب خان د سويلي افريقا پر وړاندې په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې ټپي شوى دى، چې چپه خپه يې خوږه شوې ده.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله اوسمهال د سويلي افريقا په سفر ده، چېرته چې يې تراوسه پورې دوه نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي، چې يوه لوبه کې يې بريا او دويمه کې يې ماتې خوړلې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

شيکر دهون

شيکر دهون د ډيلي لوبډله په لومړۍ لوبه کې بريالۍ کړه

د ډيلي کاپيټلز له خوا شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په …