کورپاڼه / سياست او روانې چارې / مولانا طارق جميل فېشن برانډ پرانيست، مشهورو سندرغاړو او اداکارانو پکې ګډون وکړ
مولانا طارق جميل

مولانا طارق جميل فېشن برانډ پرانيست، مشهورو سندرغاړو او اداکارانو پکې ګډون وکړ

د پاکستان يو مشهور تبليغي مولانا طارق جميل په خپل نوم د کاليو يا لباس د فېشن برانډ د MTJ په نوم پرانيست، چې په پرانيستغونډه کې يې د پاکستان مشهورو سندرغاړو او اداکارانو هم ګډون وکړ.

مولانا طارق جميل د کاليو دا برانډ د پاکستان د کراچۍ ښار په تر ټولو ګرانبيه سيمه ډيفنس کې پرانيستى دى، چېرته چې د دغه ښار تر ټولو شتمن خلک ژوند کوي.

په دغه پرانيست غونډه کې د سناتور فېصل واوډا او مشهور سندرغاړي راحت فتح علي خان په ګډون ډېر شمېر پاکستاني سندرغاړو، اداکارانو او سياستوالو برخه واخيسته.

مولانا طارق جميل په دغه پرانيست غونډه کې دا هم وويل، چې د فېشن برانډ دا کاروبار يې له دې امله شروع کړى دى، چې د دې په ګټه باندې به خپله مدرسه چلوي.

نوموړى په خپل نوم يو بنسټ هم لري، چې د هغه له لارې يوه مدرسه هم چلوي. هغه همدا راز په يوټيوب چېنل کې هم ډېر فعال دى او د يوټيوب له لارې هم ډېرې پېسې ګټي.

دا هم ولولئ

ولسمشر غني عملیات وکړل

ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د پروستات عملیات په کابل کې وکړل. په دې …