کورپاڼه / هنر او کلتور / انوشکا شرما ولې رنبير کپور په څپېړه وهلى و؟
انوشکا شرما او رنبير کپور

انوشکا شرما ولې رنبير کپور په څپېړه وهلى و؟

د هندي سينما د مشهورې اداکارې انوشکا شرما له خوا د اداکار رنبير کپور په څپېړې وهلو وجه راښکاره شوې ده.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، رنبير کپور او انوشکا شرما د کرن جوهر په مشهور فلم (اې دل هى مشکل) کې ګډ کار کړى و، چې خلکو يې کار ډېر خوښ کړى و، خو رنبير کپور د دې فلم د ثبت پر مهال له انوشکا شرما نه خپه شوى و.

د فلم د ثبت د مهال يوه ويډيو اوس په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې ده، چې ويل کېږي، رنبير د ثبت پر مهال په انوشکا تور پورې کړى، چې هغه يې څو ځلې په څپېړه وهلى و.

رنبير کپور د دغه پېښې په اړه وايي، چې انوشکا يو ځل نه، دوه ځل نه، بلکې د ثبت پر مهال يې درې ځل زه په څپېړه وهلى يم.

په دې اړه انوشکا شرما په يوه مرکه کې وايي، چې د ثبت پر مهال هغې ته ويل شوي و، چې رنبير کپور ته په رښتيني څپېړه نه ورکوي، خو هغه وايي چې د يادې صحنې د ثبت پر مهال زه دومره په دې فلم کې ډوبه شوې وم، چې دا خبره مې بېخي هېره وه، نو ځکه مې هغه په څپېړه وواهه.

د يادولو وړ ده چې په (اې دل هى مشکل) فلم کې د رنبير کپور او انوشکا شرما پرته مشهورې اداکارې ايشوريه راى هم مرکزي کردار ادا کړى و او همدا راز شاه رخ خان هم پکې راښکاره شوى و.

دا هم ولولئ

ابیشک بچن: یو وخت مې د فلمي صنعت د پرېښودو پرېکړه کړې وه

د هند فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند ابیشک بچن اوسمهال په بالیووډ کې د غوره …