کورپاڼه / خبرونه / راشد خان په خپل تازه پوسټ کې څه ويلي؟
راشد خان

راشد خان په خپل تازه پوسټ کې څه ويلي؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې اوسمهال د هند په چيناى کې دى او هلته به په راتلونکي اى پي ايل سياليو کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره ولوبېږي، خپل تازه عکسونه خپاره کړي دي.

راشد خان په خپل انسټاګرام اکاونټ کې دا عکسونه خپاره کړي دي، چې د سنرايزرز حېدراباد لباس يې په تن دى او د همدغه لوبډلې ماسک يې هم په خوله دى.

هغه له دې عکس سره ليکلي دي، چې هر څه چمتو دي. همدا راز له مينه والو څخه يې هم غوښتنه کړې ده، چې ايا تاسې تيار يئ (اى پي ايل سياليو ته.))

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Rashid Khan (@rashid.khan19)


نوموړي په خپل پوسټ کې دا هم ليکلي دي، چې ماسک واغوندئ او ځانونه خوندي کړئ.

د راشد خان دا عکسونه چې ٥ ساعته مخکې يې په انسټاګرام کې خپاره کړي دي، تراوسه پورې ١٣٤ زره کسانو لايک کړي دي او سلګونه کسانو پرې تبصرې هم کړې دي.

د انګلستان ښځينه کرکټ لوبغاړې ډينيل وياټ ورته د ها کمنټ کړى دى او مبصرې ايرين هالېنډ ورته بيا چکچکې په کمنټ کې پرېښې دي.

راشد خان

مشهور هندي کرکټر سريش راينا هم د راشد خان عکس ته د چکچکو ايموجي اچولى دى او خليل احمد چې د سنرايزرز حېدراباد لوبډله کې له نوموړي سره يو ځاى لوبېږي، ورته يې ليکلي دي چې دا ځاى د عکس اخيستو لپاره ډېر ښه دى، بل ځل به همدلته عکس اخلم.

دا هم ولولئ

معين علي

د راجستان کمزورې توپوهنه، چيناى دويمه لوبه وګټله

د چيناى سوپر کنګز لپاره معين علي، سام کران او رويندرا جډيجا ډېره ښه توپ …