کورپاڼه / جالب / یو نرښځي د جنسیت د بدلولو لپاره له خلکو چنده غوښتې

یو نرښځي د جنسیت د بدلولو لپاره له خلکو چنده غوښتې

هغه کسان چې له ناورین او ناوړه حالاتو څخه تېرېږي د مالي مرستې لپاره (Go Fund Me) برخې ته مراجعه کوي او په وسیله یې له خلکو د چندې غوښتنه کوي، چې ځینې خیرخواه انسانان یې مرستې ته هم رادانګي.

خو ددې خبرې په اورېدو به له حیرانۍ سره شئ، چې په دې وروستیو کې یو نرښځي ددې لپاره د چندې ټولولو غوښتنه کړې وه، ترڅو خپل جنسیت ته بدلون ورکړي، چې مینوالو یې دغه غوښتنه ځمکې ته ونه غورځوله او په هدف کې یې ورسره مرسته وکړه.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه نوولس کلن نرښځی د بیلا مسنیډریا ورډل ریزپیټرک په نوم سره یادېږي، چې پر ټیک ټاک یې ډېر شهرت هم ترلاسه کړی.

ویل کېږي چې بیلا پر (Go Fund Me) د پاڼې له جوړولو وروسته خپلو مینوالو ته پر ټیک ټاک ویلي چې ورسره د مرستې د کولو لپاره یې پاڼې ته ورشئ او مرسته ورسره وکړئ، بیلا شل زره ډالر هدف ټاکلی و چې په درې ورځو کې پوره کړې.

بیلا پر ټیک ټاک د یوې ویډیو له مخې ویلي چې د جنسیت د بدلولو لپاره عملیات ترسره کول غواړي، چې ددې لپاره شل زره ډالرو ته اړتیا لري او اوسمهال د یوې نوې ویډیو له مخې بیلا زېری ورکړی چې روپۍ یې پوره کړي او د عملیاتو لپاره تیاری نیسي.

دا هم ولولئ

د ایلون ماسک شرکت بیزو ته په دماغو کې د چیپ په لګولو ویډیویي ګیم ور زده کړ

د مشهور امریکایي سوداګر ایلون ماسک شرکت (نیورا لینک) د بیزو په دماغو کې د …