د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې درې مخکښ لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان چې اوسمهال د هند په چيناى کې دي، کرنټين يې پاى ته رسېدلى او تمرينات يې پيل کړي دي.
درې واړه افغان لوبغاړي په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي، چې څو ورځې مخکې له متحده عربي اماراتو څخه د هند چيناى ښار ته رسېدلي و.
سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په ټولنيزو رسنيو کې د درې واړه افغان لوبغاړو تازه عکسونه خپاره کړي دي، چې د تمريناتو پر مهال اخيستل شوي دي.
Triple threat 🔥#OrangeOrNothing #OrangeArmy #IPL2021 pic.twitter.com/QDxItGNpdy
— SunRisers Hyderabad (@SunRisers) April 5, 2021
راشد خان او محمد نبي خو له څو کلونو راهيسې له سنرايزرز حېدراباد لوبډلې سره لوبېږي، خو مجيب الرحمان درې کاله د کنګز اليون پنجاب (اوس پنجاب کنګز) سره ولوبېده، خو دا ځل نوموړى د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې اخيستى دى.
د اى پي ايل دا ستر تجارتي ليګ يوازې ٣ ورځې وروسته په هند کې پيلېږي، لومړۍ لوبه به د اپريل په ٩مه نېټه د ممبۍ انډينز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شي، خو سنرايزرز حېدراباد به بيا خپله لومړۍ لوبه د اپريل په ١١مه نېټه د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې سره وکړي.