په سویس کې د هوایي سفر پرمهال له زیانونو څخه د ژغورنې په موخه په الوتکو کې له یو داسې روبوټ څخه ګټه اخیستل شوې چې د وایروس ختموونکې وړانګې لري.
د راپورونو له مخې ویل کېږي چې په سویس کې د (UVA) په نوم د شرکت له لوري دغه روبوټونه په دوبۍ د داناټا په نوم د هوایي ډګر خدمتونو هیلویټک ایرویز په امبریر الوتکو کې تجربه شوې.
یاده دې وي چې دغه هوایي ډګر لومړنی هوایي ډګر شو چې د کورونا وایروس پر وړاندې د مبارزې لپاره یې د الوتکې په پاکولو کې له وایلیټ وړانګو له ټیکنالوژۍ څخه ګټه اخیستې ده.
د سویس د شرکت د وینا له مخې ویل کېږي چې بل ځل کله چې په آسمانونو کې سفر کوئ، نو د چوکیو د پاکولو لپاره به له یو نوي ملګري سره مخ شئ او دغه روبوټ به د سپرۍ یا درملو په شیندلو سره وایروس له منځه وړي.
د شرکت د ویاند پر وینا، چې په هغه الوتکو کې چې دغه روبوټونه کارول کېږي، اړینه ده چې دمخه یې ولیدل شي چې د (UV) وړانګې د الوتکې دننه چوکیو او نورو ځایونو ته خو زیانمنې نه تمامېږي.
یاده دې وي چې د (UV) وړانګو سربېره په الوتکه د نورو درملو په استعمال سره د څوکیو او نورو شیانو رنګ له منځه ځي.