کورپاڼه / جالب / مشهورې سندرغاړې په آنلاین ډول په شپږو ساعتونو کې د یو میلون ډالرو په ګټلو ریکارډ جوړ کړ

مشهورې سندرغاړې په آنلاین ډول په شپږو ساعتونو کې د یو میلون ډالرو په ګټلو ریکارډ جوړ کړ

د کورونا د وایروس پرمهال په ښارونو او بازارونو کې د یو څه د اخیستلو پرځای آنلاین پیرودنې ته ترجع ورکړل شوی، چې په دې برخه (OnlyFans) په نوم انلاین پلیټ فارم ډېر مشهور شوی.

ویل کېږي چې د نړۍ مشهورې موډلې او اداکارانې پر (OnlyFans) خپلې لوڅ عکسونه او ویډیوګانې پلوري او په همدې ډول سره پیسې ترلاسه کوي، چې په همدې لړ کې تېره ورځ مشهورې امریکایي سندرغاړې بیډ بی بي (Bhad Bhabie) هم پر انلي فینز خپل اکونټ یا حساب پرانیسته او یوازې په شپږو ساعتونو کې یې دومره روپۍ وګټلې چې ریکارډ یې جوړ کړ.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې د بیډ بی بي اصلي نوم ډینیلي پیسکویز بریګولي دی او پر انلي فینز یې د حساب په پرانیستلو سره په شپږو ساعتونو کې لس لکه ډالر وګټل او ریکارډ یې جوړ کړ.

راپور زیاتوي چې ډینیلي په انلي فینزز په میاشتني ډول ۲۳.۹۹ ډالر فیس ورکوي او پر انستاګرام یې خپلو مینوالو ته ویلي چې د انلي فینز بې د تعقیبولو په مرستې اوه لکه او اوه پنځوس زره ډالر ګټلي.

ددې سربېره دوه لکه، اوه شپېته زره، پنځه سوه دوه ډالر یې د میسج یا پیغام له لارې ترلاسه کړي او په همدې ډول یې په شپږو ساعتونو کې لس لکه، دیرش زره، اوه سوه درې ډالر ګټلي او ریکارډ یې جوړ کړی.

دا هم ولولئ

آیا د بوټو او نباتاتو د ساه اخیستلو غږ اورېدلی شو؟

آیا د بوټو یا نباتاتو د ساه اخیستلو آواز یا غږ اورېدلی شئ؟ که چېرته …