کورپاڼه / روغتيا / دال یو له غوره خوراکي توکو څخه ګڼل کېږي، چې د ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول لري

دال یو له غوره خوراکي توکو څخه ګڼل کېږي، چې د ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول لري

دال د نړۍ په کچه د ورځنیو خوړو بنسټیزه برخه ګڼل کېږي، چې د هند او پاکستان په ګډون زموږ په هیواد کې هم په عام ډول سره کارول کېږي او په هر کور کې په اوونۍ څو ځله پخېږي.

د خوراکي توکو کارپوهان د ښې روغتیا لپاره په دریو اړینو کې توکو کې هغه خوراکي توکي شامل ګڼي چې د غذایي توکو لرونکی وي، ښه پروټین ولري او په جوړښت کې فایبر وي او دغه درې واړه توکي په دالو کې په ډېره کچه موندل کېږي.

دوی زیاتوي چې زموږ په هیواد کې ډېر خلک د پروټینو له کمښت سره مخ دي، چې د حل لپاره یې باید دال د خپلو خوراکي توکو برخه وګرځوو.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې دال د ډېرو فایبرو لرونکي دي، چې د کولمو لپاره ډېر ګټور ګڼل کېږي، ځکه چې د کلیسترولو کچه ټیټوي او په همدې ډول د زړه لپاره هم اغېزمن رول لوبوي، دغه راز د ګلایسمک انډیکس کموالی یې د وینې شکر کنترولوي او د زړه د ناروغیو لپاره غوره خواړه ګڼل کېږي.

دغه راز د آیسو فلاوونس او پایټو سټرول شتون یې د سرطاني حجرو پر وړاندې مقابله کوي او د خطر امکان یې کموي او د دالو په جوړښت کې د ویټامین بي او د فولیټ د شتون په سبب د بدن حجرې وده کوي او د عمر په ډېرېدو سره د اغېزو مخنیوی کوي.

دا هم ولولئ

څېړنه: په ځوانۍ کې د بنګو استعمال د زړه د ناروغیو سبب ګرځي

د یوې نوې روغتیایي څېړنې له مخې ویل کېږي چې د ځوانۍ په عمر کې …