کورپاڼه / بېلا بېل / د روژې مياشت کې متحده عربي امارات د ٣٠ زره خوراکي توکو بيې راټيټوي
متحده عربي امارات

د روژې مياشت کې متحده عربي امارات د ٣٠ زره خوراکي توکو بيې راټيټوي

د روژې مبارکې مياشت کې د متحده عربي اماراتو حکومت د ٣٠ زره خوراکي توکو بيې راټيټوي، تر څو خلک وکولاى شي هر څه په ارزانه بيه ترلاسه کړي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د اماراتو د اقتصاد وزارت د يکشنبې په ورځ ويلي دي، چې د وريژو، اوړو، بورې، غوښې، کبانو، جوسونو په ګډون د ٣٠ زره خوراکي توکو بيې راټيټې شي.

په راپور کې زياته شوې ده، چې د دې ٣٠ زره خوراکي توکو بيې به له ٢٥ سلنې څخه نيولې بيا تر ٧٥ سلنې پورې راټيټې کړل شي.

د روژې په مبارکه مياشت کې به پوليس په هر مارکيټ، بازار او پلورنځي کې د بيو په اړه څار کوي، چې کوم ځاى څوک په ګرانه بيه شيان ونه پلوري.

د يادولو وړ ده چې د روژې مبارکې مياشتې د راتلو سره سم په افغانستان کې بيا خوراکي توکي ډېر ګرانېږي او په بازارانو کې د غريبو او بې وزله خلکو د اخيستلو له توانه پورته کېږي.

دا هم ولولئ

سږ کال به ترټولو اوږدې او لنډې روژې چېرته وي؟ بشپړ معلومات یې دلته ولولئ

د روژې د مبارکې میاشتې په رارسېدو سره به د نړۍ ټول مسلمانان سر له …