کورپاڼه / اسلام / د قیامت په ورځ به له تاسو ددې نعمتونو په اړه پوښتنه کېږي

د قیامت په ورځ به له تاسو ددې نعمتونو په اړه پوښتنه کېږي

حضرت ابو هریره رضي الله عنه روایت کوي او وایي چې یوه ورځ یا یوه شپه رسول الله صلی الله علیه وسلم بهر ووت او له حضرت ابوبکر او عمر رضي الله عنهما سره یې هم ولېدل، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې دا وخت تاسې په کوم سبب له کوره راوتلي یئ.

هغوی ورته وویل چې د لوږې له لاسه، رسول الله ورته وفرمایل، په هغه ذات مې دې قسم وي چې زما روح یې په لاس کې دی زه هم په همدې سبب راوتی یم په کوم سبب چې تاسې راوتي یئ، پورته شئ، ودرېږئ، حضرت ابوبکر او عمر پورته شول.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو انصاري کور ته لاړ، انصاري په کور کې نه و، د انصاري ښځې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید ښه راغلاست یې ورته ووایه، نو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د انصاري له ښځې وپوښتل چې فلانی چېرته دی.

ښځې وویل وویل چې هغه زموږ لپاره خوږو اوبو پسې تللی، دا وخت انصاري هم راغی، نو رسول الله او یارانو ته یې په کتو وویل چې د الله تعالی شکر دی چې نن ورځ زما له میلمنو د بل چا میلمانه ډېر معزز او درانه نه دي.

انصاري لاړ او د خرما یوه غونچه یې راوړه چې خامې، پخې، وچې او تازه خرما پکې وې او ویې ویل چې له دې یې وخورئ او چاقو یا چاړه یې په لاس کې وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې د شېدو والا اوزه حلاله نه کړې، هغه لاړ او یوه اوزه یې حلاله کړه.

کله چې ټولو د اوزې غوښه او خرما وخوړه، اوبه یې وڅښلې او ښه ماړه شول نو رسول الله حضرت ابوبکر او عمر ته وویل چې په هغه الله مې دې قسم وي چې زما روح یې په لاسونو کې دی، د قیامت په ورځ به له تاسو ددې نعمتونو په اړه پوښتنه کېږي، تاسې له کوره وږي راوتي وئ او ترهغې بېرته ستانه نه شوئ تر دې دغه نعمت مو ترلاسه کړ.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت او مستحب عملونه

روژه له ټولو عبادتونو څخه غوره عبادت دی، چې اجر او ثواب یې الله تعالی …