کورپاڼه / روغتيا / منډه وهل یا قدم وهل خپل عادت وګرځوئ کنه نو!

منډه وهل یا قدم وهل خپل عادت وګرځوئ کنه نو!

روغتیایي کارپوهان وایي چې منډه وهل یا قدم وهل ترټولو آسانه ورزش دی او هغه کسان یې هم په آسانۍ سره کولی شي چې په مختلفو ناروغیو اخته وي یاهم د ډېر عمر خاوندان وي، خو که چېرته دغه عادت خپل نه کړئ نو د چاغښت په ګډون نورې ستونزې هم زېږولی شي.

منډه وهل نه یوازې دا چې د چاغښت ستونزه حل کوي بلکې د ذهني سکون یا آرام سبب هم کېږي، خو پوښتنه داده چې په ورځ کې باید څومره منډه ووهل شي یاهم څومره قدمونه باید واخیستل شي؟ په دې اړه ډاکتران خپل نظرونه وړاندې کوي.

د زړه د ناروغیو ډاکتران وایي چې د بدن د تازه ساتلو لپاره اړینه ده چې په ورځ کې لس زره قدمونه واخلو او په اوونۍ کې په مجموعي ډول اویا زره قدمونه واخلو.

د قدم وهنې پرمهال د خپلو قدمونو د شمېرلو لپاره ځیرک موبایلونه یاهم نورې ټیکنالوژۍ استعمالولی شئ، روغتیایي کارپوهان وایي چې د ښو پایلو د لاسته راوړلو لپاره باید عادت وګرځوو چې په ورځني ډول لس زره قدمونه واخلو.

دوی وایي چې د ژمي په موسم کې قدم وهنه ډېره ګټوره وي او ددې لپاره چې ډېر وزن کم کړو نو باید په ورځ پنځلس زره قدمه واخلو او د قدم وهنې پرمهال دواړه لاسونو ته هم حرکت ورکړو.

د قدم وهنې حیرانوونکې ګټې:

ټول روغتیایي کارپوهان په دې نظر دي چې د قدم وهنې پرمهال مو د وینې دوران تېزېږي، عصبي فشار او بوج له منځه ځي، بدن پیاوړی کېږي اږ د وینې فشار هم کموي.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …