کورپاڼه / خپلواک / د سعودي عربستان وليعهد له امريکايۍ اداکارې سره يارانه پيل کړې
محمد بن سلمان او لنډسى لوهان ١

د سعودي عربستان وليعهد له امريکايۍ اداکارې سره يارانه پيل کړې

خپلواک وېبپاڼه (٣١ اکتوبر ٢٠١٩): د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د نړۍ يو له طاقتورو مشرانو څخه ګڼل کېږي. هغه ډېرى وخت په ټولنيزو رسنيو کې د بحث وړ وي، خو تازه د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د امريکايي فلمي ستورې لنډسى لوهان له امله د خلکو په خوله دى.

د ځينو رسنيو د راپورونو په وينا، د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان او د امريکايۍ فلمي ستورې لنډسى لوهان يارانه روانه ده.

د راپورونو په وينا، د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان په خپله شخصي الوتکه کې د لنډسى لوهان ليدنې ته ورځي او هغې ته ګرانبيه ډالۍ هم ورکوي. ويل کېږي چې نږدې ورځو کې محمد بن سلمان امريکايۍ فلمي ستورې لنډسى لوهان ته يو کريډيټ کارټ په ډالۍ کې ورکړى دى، خو د نوموړې وياند بيا دا خبر رد کړى دى.محمد بن سلمان او لنډسى لوهان

هغه وايي، چې محمد بن سلمان لنډسى لوهان ته هېڅ کريډيټ کارټ نه دى ورکړى. نوموړى همدا راز زياتوي، چې دواړو يو کال مخکې په يو پروګرام کې سره ليدلي و.

خو بل لوري ته بيا د لنډسى لوهان پلار مايکل لوهان وايي، چې د هغې د لور او سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان ترمنځ يو روحاني تړون دى او دواړو يو بل ته ډېر احترام لري. هغه وايي چې د دواړو ترمنځ د يارانې خبر هېڅ صداقت نه لري.

د (دي سن) ورځپاڼې د راپور په وينا، د لنډسى لوهان پلار وايي، چې د هغې لور د محمد بن سلمان سره د مينې يا يارانې هېڅ اړيکه نه لري، بلکې دواړه ډېر ښه دوستان دي.محمد بن سلمان او لنډسى لوهان ٢

مايکل لوهان وايي، چې لور يې په منځني ختيځ کې له ډېرو طاقتورو کسانو سره دوستانه لري، ځکه چې هلته يې ډېر مينه وال شته. هغه وايي چې لنډسى لوهان د محمد بن سلمان سره د کار په تړاو ليدلي و. نوموړى وايي، چې هغه په منځني ختيځ کې خېريه کارونه ترسره کوي.

نوموړي همدا راز په خلکو هم نيوکې کړي دي او وايي چې لور يې په منځني ختيځ هېوادونو کې خېريه کارونه کوي خو په هغې هېڅوک خبرې نه کوي، خو منفي خبرې بيا هر څوک کوي. نوموړى همدا راز وايي، چې د دواړو ترمنځ يوازې د احترام تړون دى او نور هېڅ هم نشته.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …