د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز توپوهونکى فخر زمان چې تېره ورځ يې د سويلي افريقا پر وړاندې زبردسته توپوهنه ترسره کړه او ١٩٣ منډې يې وکړې، خو په وروستي اور کې د منډې پر مهال وسوځېده.
هغه چې کله د دويمې منډې لپاره منډه وهله، نو کوانټين ډي کوک داسې چيغه وکړه، چې فخر زمان فکر وکړ، بل ملګرى توپوهونکى يې په سخته کې دى، نو هغه شاته هغه ته وکتل، منډه يې ورو شوه او په داسې وخت کې توپ راورسېد او وسوځېده.
په ټولنيزو رسنيو کې د فخر زمان په دا ډول اوټ کېدو ډېر بحثونه شوي دي.
اوس د پاکستان يو بل لوبغاړي انور علي خان هم د فخر زمان په اړه يو ټويټ کړى دى او هغه ته يې په پښتو ژبه کې ليکلي دي، چې (دوکه ته ولې شوې يار؟)
Brilliant 👏👏 Dhooka Tay Wallay Showay Yar?😞@FakharZamanLive Kho Masha Allah One man Army ❤️ #fakharzaman #PAKvSA https://t.co/pxM41NJHO9
— Anwar Ali Khan (@realanwarali48) April 4, 2021
هغه همدا راز د فخر زمان د توپوهنې ستاينه هم کړې ده او ورته يې ليکلي دي، چې په يوازې ځان هم دا وړتيا لري چې لوبډله بريالۍ کړي.
د يادولو وړ ده چې انور علي خان او فخر زمان دواړه هغه پښتانه کرکټران دي، چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله کې لوبېږي او دواړو ډېرې ښې لوبې ترسره کړي دي.