کورپاڼه / بېلا بېل / سعودي عربستان د حاجیانو او عمره کوونکو لپاره مهم اعلان وکړ

سعودي عربستان د حاجیانو او عمره کوونکو لپاره مهم اعلان وکړ

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د روژې په مبارک میاشت کې د عمرې او نبوي جومات لپاره راتلوونکو کسانو ته د کورونا واکسین اړین وګڼل.

د عربي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت وایي چې د روژې په اوله یعنې د سې شنبې په ورځ چې د اپریل له دیارلسمې نیټې سره برابره ده، په مسجد الحرام کې د لمونځ، عمرې او په نبوي جومات کې د زیارت کول به په مشروط ډول سره وي.

ویل کېږي چې د سعودي حکومت به دغه اجازت نامې هغه کسانو ته ورکوي چې د کورونا د واکسینو دواړه ډوزه یې لګولي وي یاهم پر لومړي ډوز یې څوارلس ورځې تېرې شوي وي.

ددې هیواد د حج او عمرې وزارت وایي چې دغه پرېکړه یې ددې لپاره کړې ترڅو په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې زیارت کوونکي او اړوند کسان خوندي پاتې شي.

دوی وایي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د عمرې د ادا کولو په اړوند د دریو ټکو یا نکتو په نظر د نیولو سره یې یو پروګرام ترتیب کړی.

د روژې د لومړۍ نیټې څخه وروسته به هغه کسانو ته په مسجدالحرام کې د لمونځ او په مسجد نبوي د زیارت اجازه ورکړل چې د کورونا دواړه ډوزه واکسین یې کړي وي یاهم پر لومړي ډوز یې څوارلس ورځې تېرې شوي وي.

دا هم ولولئ

الوتکه کې د ماشوم زېږېدل

له کاناډا څخه قاهرې ته تلونکې الوتکه کې ماشوم زېږېدلى

د مصر يوه الوتکه چې له کاناډا څخه قاهرې ته روانه وه، د سفر پر …