کورپاڼه / خبرونه / فضل حق فاروقي: ځه چې لږ حساب وکړو
فضل حق فاروقي

فضل حق فاروقي: ځه چې لږ حساب وکړو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او چټک توپ اچونکى فضل حق فاروقي چې اوسمهال په هند کې دى او هلته د چيناى سوپر کنګز لوبډلې سره د نېټ بالر په توګه په تمريناتو کې بوخت دى.

نوموړى په ټولنيزو رسنيو کې هم فعال دى او خپل تازه تازه عکسونه له مينه والو سره شريکوي، نوموړي په ټويټر کې يو تازه عکس له يو شعر سره خپور کړى دى.

په دې عکس کې چې زيړ بنيان يې په غاړه دى، په لاس کې يې يو ساعت نيولى دى او هغه ساعت ته ګوري. نوموړي له دې عکس سره يو شعر ليکلى:

ځه چې لږ حساب وکړو ته ښکلى که زه ښکلى

زه تانه بدرنګ په څه، ته مانه په څه ښکلى


فضل حق فاروقي چې د افغانستان لپاره په يوازې يوه نړيواله لوبه کې لوبېدلى دى، خو د کرکټرانو پام يې ځان ته رااړولى دى، چې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې يې هم د توپ اچونې ستاينه کړې ده.

نوموړى تېر کال په اى پي ايل کې د کنګز اليون پنجاب (اوس پنجاب کنګز) لوبډلې سره د نېټ بالر په توګه يو ځاى و، خو اوس د چيناى سوپر کنګز لوبډلې سره يو ځاى دى.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …