کورپاڼه / خبرونه / “ډي کوک هېڅ قانون نه دى مات کړى، د فخر اوټ کېدل د هغه خپله تېروتنه وه”
فخر زمان او کوانټين ډي کوک

“ډي کوک هېڅ قانون نه دى مات کړى، د فخر اوټ کېدل د هغه خپله تېروتنه وه”

د سويلي افريقا ويکټ ساتونکى او توپوهونکى کوانټين ډي کوک د جعلي ډګر ساتنې يا فېک فيلډنګ څخه بچ شو او په اړه يې ويل شوي دي، چې نوموړى د کرکټ هېڅ اصول نه دي مات کړي.

د پاکستان او سويلي افريقا ترمنځ په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې فخر زمان په داسې چل کې اوټ شو، چې په اړه يې په ټولنيزو رسنيو کې ډېر بحثونه وشو او ځينو خلکو په کوانټين ډي کوک نيوکې هم وکړې.

د وروستي اور په لومړي توپ فخر زمان د دوه منډو هڅه کوله، چې ډي کوک داسې چيغه وکړه چې پکې فخر زمان شاته وکتل، منډه يې ورو شوه او په همداسې وخت کې هغه د منډې پر مهال وسوځېده.

خو له لوبې وروسته د لوبو لوبڅارانو او نورو کسانو د دغه ويډيو څېړنه کړې ده او له څېړنې وروسته يې په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې کوانټين ډي کوک د هېڅ قانون څخه سرغړونه نه ده کړې او فخر زمان د خپلې تېروتنې له امله سوځېدلى دى.

دوى همدا راز دا هم ويلي دي، چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د مسوولينو له خوا د فخر زمان د منډې پر مهال په سوځېدو هېڅ رسمي بڼه باندې کوم شکايت هم نه دى شوى.

د يادولو وړ ده چې فخر زمان په دغه لوبه کې په ١٥٥ توپونو ١٩٣ منډې وکړې، چې ١٠ شپږيزې او ١٨ څلوريزې يې هم ووهلې، خو په لوبه کې سويلي افريقا د ١٧ منډو په توپير بريا خپله کړه.

دا هم ولولئ

معين علي

د راجستان کمزورې توپوهنه، چيناى دويمه لوبه وګټله

د چيناى سوپر کنګز لپاره معين علي، سام کران او رويندرا جډيجا ډېره ښه توپ …