کورپاڼه / هنر او کلتور / په (دي انټرن) فلم کې د رشي کپور پر ځاى اميتاب بچن کار کوي
رشي کپور، دپيکا پاډوکون او اميتاب بچن

په (دي انټرن) فلم کې د رشي کپور پر ځاى اميتاب بچن کار کوي

د بالي ووډ فلمونو مشهوره اداکاره دپيکا پاډوکون وايي، چې په (دي انټرن) فلم کې چې رشي کپور کوم کردار لوباوه، هغه به اوس اميتاب بچن ترسره کړي.

دا فلم د هالي ووډ فلم دى، چې اوس په هندي ژبه کې جوړول کېږي او د دې فلم جوړونکې اداکاره دپيکا پاډوکون ده، چې په دې فلم کې به په خپله هم کار وکړي.

د هندي سينما مشهور اداکار رشي کپور دوه کاله وړاندې د سرطان ناروغۍ له امله مړ شوى دى.

دپيکا پادوکون تازه په ټولنيزو رسنيو کې د دې فلم يو عکس خپور کړى دى او د دې فلم په اړه يې تازه معلومات له خپلو مينه والو سره شريک کړي دي.

نوموړې په خپل پوسټ کې ليکلي دي، چې دا زما لپاره د ستر وياړ خبره ده، چې زه د خپل يو ملګري او مشهور اداکار اميتاب بچن سره په (دي انټرن) فلم کې کار کوم.

د يادولو وړ ده چې دپيکا پاډوکون له اميتاب بچن سره په نورو فلمونو کې هم کار کړى دى، چې (پيکو) فلم يې بيا د خپلې ځانګړې کيسې له امله ډېر مشهور شوى و.

دا هم ولولئ

میا خلیفه له خپل کیریر څخه لس برابره زیاتې روپۍ خیره بنسټونو ته ورکړي

د غیر اخلاقي فلمونو پخوانۍ اداکارې میا خلیفه په یوې مرکه کې ددې خبرې په …