کورپاڼه / خبرونه / د کمال خان ډېم ډيويلپرز او غني بابا واټر ډيفينډرز لوبډلو ترمنځ په خوست کې لوبه ترسره کېږي
ګلبدين نايب او رحمان الله ګربز

د کمال خان ډېم ډيويلپرز او غني بابا واټر ډيفينډرز لوبډلو ترمنځ په خوست کې لوبه ترسره کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ په خوست کې هم د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ يوه شل اوريزه لوبه ترسره کوي، چې ګلبدين نايب او رحمان الله ګربز به پکې د لوبډلو لوبډلمشري ترسره کوي.

د ياد بند په وياړ به دا پنځمه شل اوريزه لوبه وه، چې دا ځل په خوست ولايت کې ترسره کېږي، خو د تېر په څېر دا ځل د دواړو لوبډلو نومونه هم بدل شوي دي.

د ګلبدين نايب د لوبډلې نوم کمال خان ډېم ډيويلپرز او د رحمان الله ګربز د لوبډلې نوم بيا غني بابا واټر ډيفينډرز دى، چې دا لوبه به د کرکټ بورډ له فېسبوکپاڼې څخه په ژوندۍ بڼه نشر شي.

د کمال خان ډېم ډيويلپرز لوبډلې نوملړ:

ګلبدين نايب (لوبډلمشر)، عثمان غني، محمد شهزاد، سميع الله شينوارى، حشمت الله شهيدي، وفادار مومند، ظاهر خان، امير حمزه هوتک، سيد احمد شېرزاد، اکرام عليخېل، عبدالرحمان، فرمان الله ساپى، يمين احمدزى، نثار وحدت او خليل ګربز.

د غني بابا واټر ډيفينډرز لوبډلې نوملړ:

رحمان الله ګربز (لوبډلمشر)، احسان جنت، نجيب الله ځدراڼ، شرف الدين اشرف، شاهدالله کمال، قېس احمد، افتاب عالم، فضل نيازى، يوسف ځاځى، ننګيال خروټى، ضيا الرحمان شريفي، حسيب لکڼوال، رحمان الله ځدراڼ، نعمت ځدراڼ او اکبر علي.

دا لوبه به په خوست ولايت کې د د جمعې په ورځ، د حمل په ٢٠مه او د اپريل په نهمه نېټه ترسره شي.

دا هم ولولئ

کريم صادق

کريم صادق: افغان سيليکټران د ډالرو په بدل کې لوبغاړي انتخابوي، که فساد نه واى، تراوسه به مو نړيوال جام هم ګټلى و

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى پيليز توپوهونکى کريم صادق وايي، چې افغان سيليکټرانو چې …