کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هیکرانو په یوې نوې طریقې سره د موبایلونو هیک کول پیل کړي

هیکرانو په یوې نوې طریقې سره د موبایلونو هیک کول پیل کړي

هیکرانو د وټساپ له لارې په یوې نوې طریقې سره د خلکو تر موبایلونو او شخصي معلوماتو لاسرسی موندلی دی.

د ډیلي سټار د راپور له مخې د سایبر امنیتي کارپوهان وایي، چې په دې نوې طریقې سره هیکران یو داسې وایروس د وټساپ کاروونکو ته لېږي، چې د موبایل د نمبر شکل غوره کوي او په موبایل کې ثبتېږي.

ویل کېږي چې په دې ډول سره د وټساپ کاروونکي په آسانۍ سره دوکه کېږي او په لینک باندې کلیک کوي، چې له دې وروسته یې د موبایل ټول کنترول د هیکرانو تر لاسونو رسېږي.

په دې اړه د سایبر امنیتي کارپوه پر ټولنیزه رسنۍ ټویټر خلکو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا ډول پیغامونه دې په ډېر غور او فکر سره خلاص کړي او د هغه کسانو نمبرې دې له ځان سره ثبت کړي چې اړیکې ورسره ساتي.

په ځانګړي له هغه پیغام سره باید ډېر احتیاط وشي چې کوډ یا لینک لري، یعنې کله چې د یو چا له لوري درته راغلی و، هغه کس باید وپېژنئ او ځان په دې ډاډه کړئ چې آیا دا پیغام درته د هغه له لورې راغلی او څنګه، ځکه چې په دې ډول هیکر ستاسې د موبایل کوډ ترلاسه کوي او ټول کنترول یې په لاس کې اخلي.

دا هم ولولئ

خړ رنګه لېوان له نن څخه زرګونه کاله دمخه څنګه له ورکېدو څخه وژغورل شول؟

خړ رنګه یا نسواري رنګ لېوان یو له هغه لویو ښکار کوونکو حیواناتو له جملې …