کورپاڼه / جالب / یو یوټیوبر د څپړو په وهلو سره د چرګ غوښه پخه کړې +ویډیو

یو یوټیوبر د څپړو په وهلو سره د چرګ غوښه پخه کړې +ویډیو

آیا دا امکان لري چې چرګ دې د څپړو په وهلو سره پوخ شي؟ دا یوه داسې پوښتنه ده چې تقریباً ټول ورته د (نه) ځواب وایو، خو دغه کارنامه یو امریکایي یوټیوبر لویي وایز ترسره کړې، خو باید ووایم چې چرګ یې له یو لکو څخه په ډېرو څپړو وهلو سره په اتو ساعتونو کې پوخ کړی.

څو ورځې دمخه لویي وایز د خپل یوټیوب پر چینل ددې په زړه پورې تجربې ویډیو خپره کړې، چې د بریا لپاره یې له دوو میاشتو څخه ډېره خواري کړې.

ویل کېږي چې لویي وایز یو هنرمند شخص دی چې د خپل چینل په ذریعه ډېر په زړه پوري اختراعات تر خلکو رسوي او دغه ماشین چې چرګ د څپړ په وهلو سره پخوي ترټولو نوې اختراع ده.

ویل کېږي که چېرته د چرګ غوښه یوه سخته څپړ ووهل شي، نو د تودوخې درجه یې له پنځوسو څخه تر شپېتو درجو پورې رسېږي، چې له یوې ثانیې څخه هم لږ وخت اخلي. وایز په ویډیو کې وایي چې د بې شمېره ناکامیو وروسته اخر په دې وتوانیده چې د چکن سلیپر (هغه ماشین چې د چرګ غوښه په څپړ وهي) ماشین تیار کړي.

دغه ماشین یوه اوږده غوندې ډنډه لري، چې په یو سر کې یې د لاس پنجه غوندې تړل شوې او د یو پیاوړي ماشین په مرسته اوږده ډنډه خورېږي او د لاس پنجه په تېزۍ سره څپړې وهي.

د وایز دغه ماشین په دوامداره توګه تر اتو ساعتونو پورې د چرګ غوښه یو لکو او پنځه دیرش ځله په څپړو وهي، چې د وهلو په نتیجه کې یې تودوخه په دوامداره توګه شپېته درجو ته رسېږي او په همدې ډول د چرګ نرمه او پخېږي.

که څه هم د وایز دغې اختراع د یو عام دیګ یا دیګ بخار په پرتله ډېره انرژي استعمال کړه، خو دا یې ثابته کړه چې له څېړ وهلو څخه چې کومه تودوخه پیدا کېږي، د چرګ غوښه پخولی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

یوې ښځې د نړۍ ترټولو غټ ماشوم زېږولی

یوې امریکایي میرمنې پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک د یوې ویډیو له مخې څرګنده کړې، …