کورپاڼه / هنر او کلتور / نواز الدین صدیقي د هغه رول (کردار) په اړه خبرې کړي چې ژوند یې ور بدل کړ

نواز الدین صدیقي د هغه رول (کردار) په اړه خبرې کړي چې ژوند یې ور بدل کړ

د بالیووډ د فلمونو تکړه اداکار یا هنرمند نواز الدین صدیقي د خپل ژوند د هغه غوره کردار یا رول په اړه خبرې کړي، چې په ژوند کې یې بدلون رامنځته کړی.

نوازالدین صدیقي د بالیووډ د فلمونو هغه اداکار دی چې د کردار یا رول له تجربه کولو څخه نه وېرېږي او تل یې د خپلو ځانګړو کردارونو په لوبولو سره مینوال خوشحاله کړي.

نوموړي خپل فلمي سفر د یو رومانوي یا عشقي فلم څخه پیل کړ او له دې وروسته یې د (منا بایي ایم بي بي ایس) څخه نېولې تر (کوک) پورې ډېر رولونه یا کردارونه لوبولي.

نوازالدین په دې وروستیو کې د یوې مرکې پرمهال ویلي، چې د یو رول یا کردار په لوبولو د ستړیا یا زړه تنګۍ احساس کوي، چې په همدې سبب یې په فلمونو کې بېلابېل رولونو یا کردارونه لوبولی. دی وایي چې دا ورته اړینه وه چې خپل ځان وننګوي، خو دا چې اوس بریالي دی او که څنګه، دا یوه بېله موضوع ده.

په بالیووډ کې د خپل سفر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وایي چې فلمي صنعت ته د راتګ لپاره یې ډېره خواري وکړه او فلمي صنعت هم له تمې ډېر څه ورکړل، چې په همدې سبب د خپل کیریر په اړه هیڅ شکایت یا ګیله هم نه لري.

کله چې له نوموړي پوښتنه وشوه چې کوم فلم یې ژوند ور بدل کړ نو په ځواب یې وویل، چې هر یو فلم یې پر ژوند اغېزې کړي خو د (ګینګز اف واسع پور) فلم هغه فلم ښودلی چې ژوند ته یې بدلون ورکړ.

دا هم ولولئ

دي کپل شرما شو

کپل شرما د يوې خپرونې ٥ ميليونه روپۍ اخلي

د هند د مشهورې ټلويزيوني خپرونې (دي کپل شرما شو) چلوونکى او مشهور کوميډين کپل …