کورپاڼه / هنر او کلتور / له فرزانه ناز وروسته مژده جمالزاده هم د هغې په لار روانه شوه
مژده جمالزاده

له فرزانه ناز وروسته مژده جمالزاده هم د هغې په لار روانه شوه

مشهوره افغانه سندرغاړې مژده جمالزاده چې په برېتانيه کې ژوند کوي، خپل داسې تازه عکسونه يې خپاره کړي دي، چې تر فرزانه ناز هم دوه ګوتې مخکې شوې ده.

مژده جمالزاده دا عکسونه په کولمبيا کې اخيستي دي او په خپل انسټاګرام اکاونټ کې يې خپاره کړي دي، داسې ليدل کېږي چې په کوم هوټل کې اخيستل شوي دي.

په دې عکسونو کې مژده جمالزاده لکه د غربيانو ښځو په څېر داسې کالي اغوستي دي، چې نيمايي بدن يې پکې ټول ښکاره ليدل کېږي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by (@officialmozhdah)


نوموړې له دې عکسونو سره په انسټاګرام کې دا هم ليکلي دي، چې هغه ستره تېروتنه چې تاسې يې هر وخت ترسره کوئ، هغه د تېروتنو کولو څخه ويره ده.

د يادولو وړ ده چې يوه بله افغانه سندرغاړې او اداکاره فرزانه ناز هم له څو کلونو راهيسې بهر ژوند کوي، هند ته له تګ وروسته هغې هم د هندي ښځينه اداکارانو په څېر کالي په تن کړي او هره ورځ خپل تازه عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې خپروي.

دا هم ولولئ

جهانګير خان ٢

د پښتو فلمونو اداکار طارق جمال د جهانګير خان د مړينې خبر رد کړ

د پښتو فلمونو د مشهور اداکار جهانګير خان د مړينې په اړه خبرونه خپاره شوي …