کورپاڼه / روغتيا / خټکی د ګرمۍ د شدت د کمولو ترڅنګ ګڼې نورې حیرانوونکې ګټې هم لري

خټکی د ګرمۍ د شدت د کمولو ترڅنګ ګڼې نورې حیرانوونکې ګټې هم لري

د اوړي د موسم په پیلېدو سره په بازار یا مارکیټ کې په پراخه کچه موندونکې خوږه مېوه خټکی هغه مېوه ده چې په استعمال سره یې طبیعت ښه کېږي او پر مجموعي روغتیا مو مثبتې اغېزې پرېباسي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې په سل ګرامه خټکي کې دوه دیرش کالوري لري او د ویټامینونو او منرالونو له لحاظه غوړ صفر او کلیسترول صفر، سودیم شپاړس ګرامه، کاربوهایدریت اته ګرامه، فایبر درې سلنه، پروټین یو سلن، ویټامین ای اوه شپېته سلنه، ویټامین سي یو شپېته سلنه، ویټامین بي ۶ پنځه سلنه، میګنیزیم درې سلنه او اوبه ۹۵.۲ ګرام یې په جوړښت کې شتون لري.

د اوړي په موسم کې د خټکي په خوړلو سره د ګرمۍ شدت کمېږي او د بدن اوبه ورسره پوره کېږي، د وینې فشار کنترولوي، د زړه درزا برابره ساتي او د قبض څخه هم مخنیوی کوي، راځئ نورې ګټې یې هم ولولو.

پوستکی تازه ساتي:

د ګرمۍ په موسم کې د تودوخې او د لمر د تېزو وړانګو په سبب انسان مړاوی کېږي، چې ددې لپاره د خټکي استعمال اړین وي، ځکه چې د خټکي اوبه د انسان پوستکی تازه او ښکلی ساتي او پروټینونه یې د پوستکي له ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

د لمر له وړانګو مو خوندي ساتي:

د خټکي په استعمال سره د بدن غذایي اړتیاوې پوره کېږي او د بدن اوبه هم بشپړې ساتي، چې بیا د لمر د زیانمنو وړانګو له اغېزو مخنیوی کوي او د بدن د پیاوړتیا سبب کېږي.

د سینې د سوخت او تېزابیت لپاره:

د اوړي په موسم کې ډېر خلک د تېزابیت څخه سر ټکوي او خټکی چې نوي سلنه له اوبو جوړ دی د سینې سوخت ختموي او د تېزابیت څخه په ژغورنه کې مرستندویه تمامېږي، دغه راز د هضم په سیستم کې هم اغېرمن رول لوبوي.

د سرطان ضد ځانګړتیا لري:

د خټکي په جوړښت کې د کروټینایډ په نوم پروټین له سرطاني ناروغیو څخه د مخنیوي طبیعي درمل ګڼل کېږي، چې د سږو د سرطان خطر کموي او سرطاني حجرې له منځه وړي.

د زړه له ناروغیو مخنیوی کوي:

د خټکي په جوړښت د اډینوسین په نوم ماده د وینې کرویات له جامد کېدو څخه ساتي او د وینې دوران برابر ساتي، لوړ فشار کنترولوي او د زړه د حملې امکان کموي.

دا هم ولولئ

د روژې نېولو حیرانووکې ساینسي یا روغتیایي ګټې

د اسلام په مبارک دین یوه میاشت په بشپړ ډول د روژو لپاره ټاکل چې …