کورپاڼه / جالب / د ډېرو اوږدو ښکرونو لرونکي غواګانې چې د اوږد ښکر په لرلو یې ریکارډ جوړ کړ

د ډېرو اوږدو ښکرونو لرونکي غواګانې چې د اوږد ښکر په لرلو یې ریکارډ جوړ کړ

د امریکا په متحده ایالاتو کې دغه موندل کېدونکي د اوږدو ښکرونو لرونکي غوا او غوایي د اهلي حیواناتو له جملې څخه دی، چې د امریکا د پخوانیو څارویو څخه دی چې په لومړي ځل په ۱۴۹۰ کال د هسپانوي پیلوټ لخوا امریکا ته راوړل شول او له دې وروسته یې نسل وده وکړه، چې ډېر یې خړ او تور رنګ لري.

ویل کېږي چې دغه غواګانې او غوایان د شېدو او غوښې سربېره د سورلۍ او بار وړلو لپاره هم روزل کېږي چې علمي نوم یې (باس پریمیجنینیس) دی.

دغه ډول غواګانې یا غوایان تر پنځو فوټو پورې قد یا لوړوالی لري او وزن یې له ۶۳۵ څخه ۹۹۷ کیلو ګرامو پورې وي، چې لوړوالي او د ښکلو ښکرونه له مخې چې له ۱۰۰ څخه تر ۱۲۷ اینچو پورې اوږدوالي شهرت لري.

ویل کېږي چې دغه غواګانې او غوایان له شلو تر دیرشو کلونو پورې عمر لري او د (ټیکساس لانګ هارن) نوم یې پرې ایښی او د منځني ختیځ د له منځه تللو ځنګلي غواګانو (آرکس) له نسل څخه دی.

دغه راز ویل کېږي چې دغه ډول غواګانو او غوایانو د ۱۲۹.۵ اینچو پورې د اوږد ښکر په لرلو سره ریکارډ جوړ کړی، چې نسل یې د کمښت سره مخ شوی او اوسمهال ورته اړوند اداره جوړه شوې.

د نسل ډېروالی:

ویل کېږي چې ددې غواګانو د حمل دوران تر ۲۹۵ ورځو پورې وي او کله چې بچی وزېږوي نو د لسو دقیقو دننه پر پښو درېږي.

دا هم ولولئ

یو شخص په سخته ګرمۍ او مارانو کې په سکیټ تخته (۴۰۰۰) کیلومیتره سفر کړی

اته ویشت کلن ټام ډروري د سکیټ د لوبې سر سخت مینوال دی او اسمهال …