کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له هوا څخه انساني ډي این ای ترلاسه شوې

په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له هوا څخه انساني ډي این ای ترلاسه شوې

د کوین میري پوهنتون ساینسپوهانو له چاپیریال څخه د انسانانو او حیواناتو د ډي این ای په ترلاسه کولو کې بریا ترلاسه کړه، لکه څنګه چې په دې عمل کې له هوا او چاپیریال څخه په احتیاط سره ډي این ای را ایستل شوې، نو دې ډول عمل ته یې د (EDNA) نوم ورکړی.

په دې د ذکر شوي پوهنتون ساینسپوه ډاکتر ایلزبت کلیر ویلي چې په دې ډول یې له اوبو، خاورې او نورو ځایونو څخه هم ډي اي ای ترلاسه کړې، چې په ډېرو ځایونو کې هم استعمالېږي. نوموړی وایي چې په ډنډ یاهم کوم بل ځای کې د ډي اين ای په تجربه کولو سره د ماهیانو ډولونه معلومېدلی شي.

که څه هم له دې وړاندې له خاورو او اوبو څخه د مختلفو حیواناتو ډي این ای را ایستل شوې وه، خو د هوا څخه د ډي این ای د ایستلو تجربه نه وه ترسره شوې، چې د کوین میري د خپل ډول له مخې د نړۍ لومړنۍ څېړنه وګڼل شوه.

ددې لپاره یې په یو ډول بې ویښتانو موږکانو څېړنې ترسره کړې او په کوم ځای کې یې چې دغه موږکان ترڅېړنې لاندې نیولي ول د هغه ځای چاپیریال یې هم فلتر کړ او د هوا نمونې یې راټولې کړې.

په زړه پورې خبره داده چې د کوټې او سوري د موږکانو ډي این ای وکتله او په همدې ډول یې د هوا څخه د ډي این ای د را ایستلو لومړنۍ تجربه وکړه.

په نه باورېدونکي ډول په هوا کې د انسان ډي این ای هم وکتل شوه، چې دا یوه حیرانوونکې خبره هم و او ساینسپوهانو په لومړي ځل یو ډول ککړتیا ګڼله خو په حقیقت کې دا څېړنې یوه نوې برخه وه.

خو لږ فکر وکړئ که چېرته له یوې بنده خونې د انسان ډی این ای را وویستل شي، نو د جرم او حوادیثو په برخه کې یو مهم اړخ راپیدا کولی شي او د لرغونو اثارو او د نورو برخو په پېژندنه کې به مرستندویه تمام شي.

دا هم ولولئ

خړ رنګه لېوان له نن څخه زرګونه کاله دمخه څنګه له ورکېدو څخه وژغورل شول؟

خړ رنګه یا نسواري رنګ لېوان یو له هغه لویو ښکار کوونکو حیواناتو له جملې …