کورپاڼه / جالب / مشهور یوټیوبر تر دوو ورځو پورې ژوندی خښ شوی و

مشهور یوټیوبر تر دوو ورځو پورې ژوندی خښ شوی و

د امریکا مشهور یوټیوبر جیمي ډونلډسن یو ځل بیا یوه ډېره حیرانوونکې ویډیو جوړه کړې، چې له مخې یې ځان په تابوت کې اچول او ژوندی یې ښخ کړی.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د مسټر بیسټ په نوم مشهور امریکایي یوټیوبر جیمي ډونلډسن د خپلو مینوالو د حیرانولو لپاره د خپل ځان د خښولو پرېکړه کړې.

ویل کېږي چې د نوموړي له پرېکړې وروسته یې ملګرو په تابوت کې واچوو او په یو قبر کې خښ کړ او وروسته له دوو ورځو یې راووست.

د مسټربیسټ دغه د پنځوس ساعتونو په قبر کې خښېدو ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې ډېر ژر لاس په لاس شوې او تر اوسه پورې له پنځوس میلونو څخه ډېر کتونکي لري.

په دې ځانګړې ویډیو کې لیدل کېږي چې نوموړی له خپلو ملګرو سره خبرې هم کوي او د قبر له حاله یې خبروي، چې کله ناکله ټوکه هم کوي، د ویډیو لپاره ددغه ډول کار ترسره کول خطرناک و او په همدې سبب یې د ویډیو په اخر کې وهم ژړل.

دا هم ولولئ

یو شخص د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو هالیند ته لاړ شي، خو پایله یې بدله وه

یو شخص له ناجیریا څخه د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو په …